Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د شمالي کوریا هکرانو د سوېلي کوریا جنګي پروګرام غلا کړی

سي‎ ان ان نن(چهارشنبې د تلې۱۹مه) راپور ورکړی چې د سوېلي کوریا حاکم ګوند یوه استازي، ري چېول هي تېره ورځ ویلي دي، د شمالي کوریا هکرانو د ۲۰۱۶ زیږدیز کال د سپټمبر په میاشت کې د دې هېواد یو شمېر مهم پوځي اسناد او همداراز له امریکا سره د سوېلي کوریا پوځي تګ‎لارې غلا کړي دي.

ده څرګنده کړې ده:«غلا شوي اسناد د شمالي کوریا او امریکا ګډه د جګړې تګ لاره وه چې بل یې هم د شمالي کوریا د مشر د پرځولو په اړه وه.»

ښاغلي چېول «سي ان ان» ته ویلي دي چې شمالي کوریا ۲۳۵ ګیګابایټ اسناد غلا کړي دي.

د سوېلي کوریا د ولسمشر ویاند په دې اړه څه نه دي ویلي او څرګنده کړې یې ده چې دا محرم مالومات دي.

پنټاګون د راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو د امریکا د دولت یوه ویاند، کل رابرټ منینګ د سې شنبې پر ورځ ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتونه پر امنیتي پروګرامونو او له شمالي کوریا ګواښونو سره پر وړتیاو باور لري.

پخواني امریکايي پوځي، فرانکونا امریکايي رسنۍ ته ویلي دي:«که شمالي کوریا د سوېلي کوریا او امریکا عملیاتي پروګرام غلا کړی وي، نو دا به لوی ګواښ وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحد ایالاتونو تېره ورځ خپلې الوتکو ته په سوېلي کوریا کې الوتنې ورکړي دي.

په دې وروستیو کې د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

د سوېلي کوریا د ولسمشر ویاند په دې اړه څه نه دي ویلي او څرګنده کړې یې ده چې دا محرم مالومات دي. ښاغلي چېول «سي ان ان» ته ویلي دي چې شمالي کوریا ۲۳۵ ګیګابایټ اسناد غلا کړي دي.

شریک یي کړئ