Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملګرو ملتونو لوی منشي د کردستان خپلواکۍ سره مخالفت وښود

د ملګرو ملتونو لوی منشي، انتونیو ګوټرش د عراق له خپلواکۍ او یو موټي کېدو څخه ملاتړ کړی او د کردانو د خپلواکۍ په اړه ټولپوښتنې سره مخالفت ښودلی دی.

ده ویلي دي چې اوسني حالت کې باید له داعش سره د مبارزې په برخه کې پام راټول شي او دا ډول کار له دې ډلې سره مبارزې ته زیان رسوي.

له دې سره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ویاند، سټیفن دویاریچ وايي، پلان شوې ټولپوښتنه، هغو کارونه ته زیان رسوي چې له مخې داعش ډله ماته کوي او تېرو څو میاشتو کې د بېرته کنټرول شویو ښارونو او سیمو د بیارغونې خنډ هم کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې  ټاکل شوې د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۵ مه، له عراق نه  د عراقي کردستان د اقلیم بېلوالي په اړه، کرد مېشتو کې سیمو کې ټولپوښتنه وشي.

تېره اوونۍ کې د عراق کردستان پارلمان د کردستان خپلواکۍ ته رایه ورکړه. له دې سره هم‎مهال د ترکیې لومړي وزیر، بن‎علی ییلدریم اعلان وکړ چې که دا ټول ‎پوښتنه ترسره شي، نو ترکیه به کرستان باندې اقتصادي بندیز ولګوي.

د ملګرو ملتونو لوی منشي د کردستان له مشرانو غوښتنه کړې ده چې د کړکېچ اړخونه له تدبیر سره راکم کړي او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه کړې ده

شریک یي کړئ