Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د رادیو مشعل چارې په ټپه درولي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت، د راډیو مشعل چارې چې د ازادۍ راډیو یوه څانګه او د امریکې له خوا تمویلېږي په ټپه درولي دي.

دا کار د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته د دغه هېواد د څارګرې ادارې «ای اس ای» له سپارښتنې وروسته ترسره شوی دی.

په هغه لیک کې چې ای اس ای د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته استولی، راغلي دي چې د راډیو مشعل نشرات، د پاکستان د ګټو پر ضد دي او په اسلام اباد کې د دغه راډیو دفتر باید وتړل شي.

په دغه لیک کې همدارنګه ویل شوي چې د ترهګر په توګه د پاکستان معرفي کول، د دیني او قومي لږکیو لپاره د امنیت په تامین کې د پاکستان ناکام بلل او همدارنګه په پاکستان کې د ځینو قومونو د محرومیت په اړه د رپوټونو خپرول، له هغو لاملونو بلل کېږي چې ای اس ای د دغې راډیو د تړلو پرېکړه کړې ده.

راډیو مشعل، د اروپايي ازادۍ راډیو څانګه ده چې د امریکې کانګرس له هغې ملاتړ کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دغه اقدام په غبرګون کې د اروپا د ازادې راډیو رییس توماس کنټ اندېښنه ښودلې ده.

له دې سره په ورته وخت کې، د امریکې د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره، په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.

د راډیو مشعل مرکزي دفتر د چک جمهوري په پراک ښار کې موقعیت لري او په ۲۰۱۰ کال کې خپلې خپرونې یې په پښتو ژبه پیل کړې دي.

دا راډیو تورنه ده چې په پاکستان او افغانستان کې د امریکایانو د ژوند سبک ته پراختیا ورکوي.

شریک یي کړئ