Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د چین او امریکا ترمنځ د پوځي همکاریو هوکړه

د امریکا متحده ایالتونه او چین د پوځي همکاریو په برخه کې د دوو اړخیرو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ. د امریکا د پوځ لوی درستیز، جنرال جوزف دانفورد وایي، دواړه هیوادونه د پوځي همکاریو پراختیا غواړي.

د امریکا د متحده ایالاتونو د پوځ لوی درستیز چې بیجینګ ته په سفر تللی وایي، دواړه هېوادونه هڅه کوي څو د واشګنتن او بیجینګ ترمنځ اختلافونه حل شي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز، جنرال جوزف دانفورد وايي:«زه غواړم چې په صادقانه بڼه تاسو ته ووایم چې موږ لویې ننګونې لرو. زموږ لیدلوری له یو بل سره توپیر دی. له مخکني ناستې  داسې ښکاري چې دواړه هیوادونه د یادو ستونزو حل غواړي.»

همدراز د چین د پوځ لوی درستیز،  فنګ فنګي څرګندوي:«چین ته د دانفورد سفر ډیر د ارزښت وړ ده. له همدې کبله موږ په پلان کې مهمې لیدنې لرو.»

جنرال دانفورد له دې کبله د شمالي کوریا، جاپان او چین له مشرانو لیدنه کوي چې په وروستیو کې ډونالډ ټرمپ پر شمالي کوریا له  اټګل شوي برید خبرداری ورکړی دی.

جنرال دانفورد هڅه کوي چې د شمالي کوریا پر وړاندې د سیمې هیوادونو ملاتړ لاسته راوړي.

جنرال جوزف دانفورد وایي، که څه هم چین او امریکا په سیمه او نړۍ کې پر بیلابیلو مسایلو اختلاف لري، خو د خبرو له لارې هغوی  ته د پای ټکی کیښودل شو

شریک یي کړئ