په سعودي عربستان کې مېرمنو د لومړي ځل لپاره په رسمي توګه اجازه ترلاسه کړه چې د نارینه وو د فوټبال سیالۍ له نېږدې وویني.
د فوټبال دوو لوبډلو په جده ښار کې د ملک عبدالله په لوبغالي کې سره سیالۍ وکړې او مېرمنې هم وتوانېدې چې له خپلو کورنیو سره د دغو سالیو لیدلو ته ولاړې شي.
تردې وړاندې د عربستان د سپورټ عمومي ادارې اعلان کړی وه چې د ۲۰۱۸ زیږدیز کال په پیل سره مېرمنې کولی شي چې په درېیو ښارونو جده، دمام او ریاض کې لوبغالو ته ولاړې شي.
د یادولو ده چې په سعودي عربستان کې به تر راتلونکو څو میاشتو پورې مېرمنې په رسمي توګه د موټر چلولو اجازه هم ترلاسه کړي.