Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مټیس:د شمالي کوریا توغندي د امریکا لپاره ګواښ نه دی

د امریکې د دفاع وزیر جېمز مټیس وايي چې د شمالي کوریا توغندي د امریکا لپاره ګواښ نه شمېرل کېږي.

د امریکا دفاع وزیر نن په پنټاګون کې وینا کوله، د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې ایا د شمالي کوریا نوي توغندويي ازموینې، پر امریکې د پیونګ یانګ بشپړ توانمني ده.

وویل:«نه، تراوسه نه! تراوسه ثابت شوې نه ده چې دغه ازموینه کولای شي دم‎ګړۍ، زموږ لپاره ګواښونه وشمېرل شي او اوس د تجزیې او تحلیل په حال کې یوو.»

ښاغلی مټیس باوري دی چې د ټرمپ دولت د شمالي کوریا د اټومي فابریکو د له‎منځه وړلو لپاره له پوځي لارې څخه مخکې تر ډېره د ډپيلماسۍ له لارې په مخ ځي.

ښاغلي مټیس د شمالي کوریا د توغندويي ازموینې وروسته هغه یې د پیونګ یانګ له خوا د ټولې نړۍ د ګواښلو لپاره د څېړنو هڅې بللې وې.

دا په داسې حال کې ده چې شمالي کوریا په تېره زیږدیزه میاشت کې ویلي وو چې د لویې وچې ویشتونکی اټومي توغندی چې کولای شي د امریکا خاوره په نښه کړي په بریالۍ توګه ازمویلی دی.

له هغې وروسته مټیس ټینګار وکړ چې نوموړی توغندی د شمالي کوریا تر هر بل توغندي لوړې کچې ته رسېدلی، او دا اقدام همدارنګه د څېړنیزو هڅو په چوکاټ کې د اټومي توغندیو د جوړښت د دوام او د نړۍ د هرې برخې د په نښه کولو لپاره ترسره شوی دی.

شریک یي کړئ