پاکستان د دوشنبې په ورځ هغه چورلکې چې په ۱۳۸۱ هجري لمریز کال کې د افغانستان د پولې د څار لپاره د امریکې له خوا ورکړل شوې وې بېرته واشنګټن ته ورکړې.
له دې وړاندې د روان کال په اپرېل کې هم څلور چورلکې یې امریکا ته بېرته ورکړې وې.
د هند د «ایکانمیک ټایمز» روځپاڼې په یوه رپوټ کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شوی لیکلي چې دغو چورلکو له نشهیي توکو او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې مهمه ونډه لرلې ده.
له بلخوا سرچینې وايي چې پاکستان له هغې وروسته پرېکړه وکړه چې دغه چورلکې بېرته واشنګټن ته وسپاري چې دواړه خواوې په دې بریالۍ نه شوې چې له دغو چورلکو د لاګټنې لپاره له اسلام اباد سره هوکړې ته ورسېږي.
د دغه رپوټ پر بنسټ، د روان لمریز کال د تلې پر ۲۳ نېټه څلور چورلکې بېرته وسپارل شوې او او ۵ نورې د دوشنبې په ورځ (د لړم په ۸ مه) په اسلام اباد کې په یوې بار وړنکې الوتکې کې بار شوې.
رپوټ زیاتوي چې اوس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوازې د «سیسنا» درې الوتکې لري.