Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په نړۍ کې د ډله‎ییزې وژونکو وسلو په اړه د م.م د سرمنشي اندېښنه

د ملګرو ملتونو سرمنشي، په نړۍ کۍ د ډله‎ییزې وژونکو وسلو په تړاو اندېښنه څرګنده وي.

انټینیو ګوترش د اټومي وسلو د ګواښونو مخنیوي په موخه هڅې بسندویه نه بولي او په دې برخه کې پر لا زیاتو هڅو ټینګار کوي.

د ملګرو متلونو سرمنشي په دې اړه څرګنده کړه:«د امنیت شورا د هڅو سربېره، د ډله‎ییزې وژونکو وسلو ګواښونه په خپل ځای دي. او داسې ښکاري چې پیاوړي کېږي. د اټومي وسلو په اړه ګواښونه د سړې جګړې په پرته اوس زیات شوي دي.»

په همدې حال کې روسیه په سوریه او عراق کې د کېمیاوي وسلو ته د مخالفو وسله‎والو د لاسرسي په اړه اندېښنه څرګنده وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په دې اړه وویل:«موږ په منځني ختیځ او په ځانګړي توګه په عراق او سوریه کې د کېمیاوي وسلو په اړه انديښمن یوو وسله‎وال مخالفین نه یوازې له کېمیاوي وسلو کار اخلي بلکې هغوی يي د تولید په برخه کې وړتیا هم لري چې په منځني ختیځ کې د ترهګرو ګواښ په حقیقت سره په لوړه کچه کې دی.»

دغه راز، چین د شمالي کوریا د ټاپووزمې له خبرو اترو ستاینه کوي او ټینګار کوي چې د شمالي کوریا اټومي موضوع د خبرو اترو له لارې حل شي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د چین دایمي استازی وهایټو په دې اړه وايي:«اوس‎مهال د کوریا په ټاپووزمې کې مثبت بدلون لیدل کېږي په دې برخه کې باید ټولې غاړې خپلې هڅې ګړندۍ او پراخې کړي او د شمالي کوریا په ټاپووزمې کې د خبرو اترو زمینه برابره کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې شمالي کوریا په وروستیو دوو کلونو کې تازه د خبرو اترو لپاره چمتووالی ښودلی دی اوس به ولیدل شي چې دا خبرې به کومه مثبته پایله ولري کنه؟

شریک یي کړئ