Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

استازي:هغه کسان چې اختلافاتو ته لمن وهي باید محاکمه شي

د ولسي جرګې غړي د دولتي چارواکو له لورې، قومپالنه او سمت پالنه، جرم بولي او د هغو کسانو د سزا غوښتونکي دي چې داسې مسایلو ته لمن وهي.

د ولسي جرګې ځینې نور غړي ادعا لري، چې په ارګ کې ځینې کړۍ، د ملي ګټو پر خلاف، قومي مسایلو ته لمن وهي، هغه ادعا چې د ارګ له لورې رد شوې ده.

د قومپالنې له مخې د دولتي کارکونکو د ګمارلو په اړه د چارو ادارې له عمومي تلګرامه د یوې طرحې د خپرېدو د غبرګونونو په لړ کې، ولسي جرګې هم غبرګون ښودلی دی.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال محمد نذیر احمدزی وايي:«افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی. په دې ځای کې قومي، سیمه‎ییز،ژبني او مذهبي اختلافونه جرم بلل کېږي.»

د ولسي جرګې یو شمېر غړي ادعا کوي د ولسمشر شاوخوا یو شمېر کسان قومي مسلو ته لمن وهي.

د ولسي جرګې غړي عبدالستار درزابي په دې اړه څرګنده کړه:«که‎چېرې ولسمشر صاحب دغو معصب کوونکو ته وخت ورکوي د خلکو رایو ته درناوی نه لري. که‎چېرې په خپله دا کار پلانوي باید خپل دریځ روښانه کړي.»

د ولسي جرګې غړی لالی حمیدزی هم وايي:«د ولسمشر په شاوخوا کې داسې کړۍ شتون لري چې غواړي قومي او سیمه‎ییزو تعصباتو ته لمن ووهي.»

له بلخوا د ولسي جرګې یو بل غړی هغو کسانو ته د سزا غوښتونکی دی چې قومي او ژبنیو مسلو ته د لمن وهلو لپاره کار کوي.

د ولسي جرګې بل غړي په ډاګه کړه:«په تمه پاتېږو چې د ملي یووالي حکومت د دغې پېښې په اړه څه ډول چلند کوي او د افغانستان خلک سترګې په لاره دي چې د حکومت د ارزونې پایلې به څه وي.»

د چارو ادارې له عمومي تلګرامه د یوې طرحې له خپرېدو وروسته د دې ادارې د څارنې او ارزونې مدیر استعفا ته اړ شو خو د چارو ادارې دغه مسوول دغه طرحه خپله نه بولي خو د ولسمشر د ویاند مرستیال دا طرحه د نوموړي شخصي نظر ګڼي.

شریک یي کړئ