Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسماعیل خان هېواد کې له وخت مخکې ټاکنو د ترسره کېدو غوښتونکی شو

د اوبو او برېښنا پخوانی وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند د مشرتابه شورا غړی محمد اسماعیل خان نن چهارشنبې(د غبرګولي ۱۷ مه) په هرات کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ملي یووالي حکومت د هېواد په اداره کولو کې پاتې راغلی.او نړیواله ټولنه باید پر حکومت خپل مالي ملاتړ بند کړي.

نوموړی له مرستندویه هېوادونو په تېره امریکا نه غواړي، چې د ملي یووالي حکومت سره مرسته بنده کړي.

اسماعیل خان وایي، امریکا دې د حکومت د ملاتړ پرځای، د افغانستان له خلکو سره د ننګونو په حل کې همکاري وکړي.

ښاغلي خان وویل:«غواړم چې د نړیوالې ټولنې ملاتړ له هغه نظام څخه، چې په ناتوانۍ او کمزورۍ کې دی،د ملي یووالي له ناتوانه حکومت څخه خپل ملاتړه لاس واخلي او د افغانستان د خلکو ترڅنګ دې وي او مناسبه ده چې د هغوی د افغانستان له خلکو څخه ملاتړ وکړي هغه نظام چې د ناتوانۍ په وروستیو شېبو کې دی او خپل مشروعیت یې له لاسه ورکړی او هغه نظام چې د خلکو ملاتړ یې له لاسه ورکړی څه ښه دی چې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا د حکومت پر ځای د افغانستان د خلکو ترڅنګ وي.»

له دې سره چې د جمعیت اسلامي ګوند، له حکومت څخه وروستۍ غوښتنه کې یې د ملي امنیت د سلاکار ګوښه کول غوښتي، خو د جمعیت دا غړی بل نظر لري.

هغه وایي، له دندې د چارواکو ګوښه کول د هېواد پر وضعیت مثبت اغېزه نشي پرېښودی.

دی، د ملي یووالي حکومت پای ته رسولو لپاره دوه وړاندیزه لري. یا دې ژر ټاکنې وشي او یا دې هم لویه جرګه پرېکړه وکړي.

اسماعیل خان وايي:«یا د لویې جرګې له لارې او یا هم د ژر تر ژره ټاکنو له لارې هیله لرو چې له دغه وضعیت څخه وژغورل شو ترڅو وي چې دغه کړکېچ ته خلک یې اندېښمن کړي د ژغورنې لاره پيدا کړو.»

دا پخوانی جهادي مشر، د جمعیت د غوښتنو د منلو له ټینګار سره ګواښ کوي که‎چېرې حکومت یې غوښتنې و نه مني، دا کار به بدې پایلې ولري.

شریک یي کړئ