Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان ته داضافي سرتېرو استول دټرمپ د نوې جنګي تګلارې یوه برخه

هغه مالومات چې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د نوې جنګي تګلارې په اړه رسنیو ته رسېدلي ښيي چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ اداره د افغانستان په نوې جنګي تګلاره کې اړین بدلونونه یې رامنځته کړي.

د دغو مالوماتو له مخې،په افغانستان کې د پوځي ځواکونو د زیاتوالي ترڅنګ، د امریکا پوځ ته به د طالبانو په پټن‎ځایونو د بریدونو لپاره ډېر واک ورکړل شي.

د امریکا د دفاع وزیر او د ملي امنیت سلاکار دوې اوونۍ مخکې د افغانستان د امنیتي وضعیت او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د نوې جنګي تګلارې په اړه له افغان پوځي او نورو حکومتي چارواکو سره سلامشورې وکړې.

امریکایي چارواکي وايي دغه تګلاره چمتو شوې او ټاکل شوې په راتلونکې اوونۍ کې ولسمشر ټرمپ ته وسپارل شي او وروسته په رسمي توګه د نوموړي لخوا اعلان شي.

د امریکا په نوې تګلاره کې د پنځه زره امریکایي پوځیانو زیاتېدل او همداراز پر طالبانو لازیات فشار په پام کې نیول شوی دی.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړې نظیفه ذکي وايي:«تر هغه چې د ترهګرو په ملاتړو هېوادونو بندیزونه ونه لګول شي، تر هغه چې د ملګري ملتونو سازمان پر دغو هېوادونو ډېر فشارونه په پام کې ونیول شي.»

د هېواد له پولو بهر د ترهګرو د مرکزونو له منځه وړل، په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره یوه جدي اړتیا بلل کېږي.

پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل وویل:«د بهرنیو ځواکونو د استولو، پر ځای،دا کولای شي د هېواد امنیتي ځواکونه لا ښه تجهیز او ملاتړ یې وکړي او دا کار د هېواد د امنیتي ځواکونو  د ځان‎بساینې لامل کېږي.»

افغان حکومت په افغانستان کې د امریکا د نوې تګلارې هرکلی کوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال څرګنده کړه:«ولې تېره مبارزه کامیابه نه وه،په دې مانا چې باید پر سرچینوته، مراجع او د ترهګرو پر پټن‎ځایونو فشار زیاد شي،ترڅو دغه مبارزه یوه ډېر ګټه‎ولره مبارزه شي.»

د کارپوهانو په اند په افغانستان کې د امریکا د جنګي رول پراختیا به له ترهګرۍ سره په جګړه کې له افغان پوځیانو سره مرسته وکړي خو د دغو کارپوهانو په باور د امنیتي ادارو د مشرتابه ناتواني، اداري فساد او د جګړې په ډګرونو کې د پوځیانو ستونزو ته نه پاملرنه تراوسه هم د امنیتي ځواکونو په وړاندې جدي ننګونه ده.

شریک یي کړئ