Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د جګړې پرخصوصي کولو د کرزي نیوکه

د هېواد پخواني ولسمشر، حامد کرزي خصوصي شرکتونو ته د جګړو د احتمالي مسوولیت سپارلو په اړه خپل مخالفت څرګند کړی دی.

ښاغلی کرزی وایي، که د امریکامتحده ایالاتونو له خوا د افغانستان د جګړې مسوولیت خصوصي شرکتونو ته وسپارل شي، نو دا کار به په روښانه توګه د هېواد له ملي حاکمیت سره په تناقض او د اساسي قانون نقض وي.

نوموړی د جګړې خصوصي کول په افغانستان کې د جګړو د اوږدیدو، د بې‎ګناه خلکو د وژلو د دوام او خپل سریو او د قانون ماتونې په مانا بولي.

ده په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي دي:«دا به لامل شي چې افغانستان کې وینې توینونې زیاتې دشي او د افغانستان بشپړتیا او اساسي قانون روښانه نقض دی.»

په همدې حال کې امریکایي چارواکو ویلي دي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان، جنرال جان نیکلسُن د جګړو د خصوصي کولو وړاندیز نه دی منلی.

مخکې له دې د میلي ترې ټایمز خپرونې په یوه نوي رپوټ کې لیکلي ووه چې د بلک واټر خصوصي امنیتي شرکت مشر، اریک پرینس په افغانستان کې د ترهګرو پر وړاند د هوايي بریدونو او د افغان ځواکونو د لوجستیکي ملاتړ، تړون لپاره لیوالیتا اعلان کړې، خو له جنرال نیکلسن سره لیدنه کې یې دا غوښتنه نه ده منل شوې.

ویل شوي وو چې نوموړي افغان حکومت ته وړاندیز کړی دی، ترڅو د افغان ځواکونو ملاتړ، طالبانو او ترګرو ځپلو په موخه له هوايي خصوصي ځواکونو څخه کار واخیستل شي.
 
پخواني ولسمشر، حامد کرزي د ملي یووالي له حکومت څخه غوښتنه کړې ده تر څو افغانستان کې د جګړې له خصوصي کولو ډډه وکړي

شریک یي کړئ