Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې سوله او امنیت د امریکا د نوي سفیر عمده ماموریت

په کابل کې د امریکا نوی سفیر جان ار بس، نن سې‎شنبې په ارګ کې د رسمي مراسمو په لړ کې خپل اعتمادلیک ولسمشر غني ته وړاندې کړ.

ښاغلي بس وویل:«ویاړم چې نن خپل اعتماد لیک ولسمشر غني ته وړاندې کوم.»

هغه زیاته کړه:«زه د افغانستان له حکومت او خلکو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو یم ترڅو د افغانستان یوه سوله‎ییز او سوکاله راتلونکي لپاره په ګډه هڅه او کوښښ ته دوام ورکړو.»

د امریکا سفارت په یوې خبرپاڼه کې لیکي چې ښاغلی بس به د قانون د حاکمیت او له هر ډول فساد سره د مبارزې سربېره د افغانستان د دوامداره سیاسي او اقتصادي پراختیا په ملاتړي چارو به څارنه وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلی بس د خپل ماموریت په لړ کې په هېواد او سیمه کې د سولې او امنیت د راوستلو لپاره د سوېلي اسیا لپاره د امریکاې د تګلارې د یوې برخې په توګه به ډېر تمرکز وکړي.

د دغې خبرپاڼې له مخې د کابل لپاره د امریکې نوی سفیر له درې لسیزې ډیپلوماټیکو خدمتونو سره د بهرنیو چارو وزارت د یوه مسلکي مامور په توګه، تر دې وروستیو، له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۷ کال پورې په ترکیه کې د سفیر په توګه او له ۲۰۰۹ مه تر  ۲۰۱۲ مه په ګرجستان کې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

د هغه مېرمن هالي هولزر چې هغه هم د بهرنیو چارو کارکوونکې ده، په کابل کې د ښاغلي بس د ماموریت په اوږدو کې له هغه سره همکاره وي.

جان بس په کابل کې د امریکې سفارت د ځانګړي شارزدافیر هوګو لارنس ځای ناستی دی چې د هغه ماموریت د ۲۰۱۷ کال د نومبر په ۱۶ مه نېټه پای ته ورسېد.  

شریک یي کړئ