Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان حکومت د پاکستان په وړاندې د ټرمپ وروستی دریځ ستايي

افغان حکومت د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستی دریځ ستایي او غواړي چې امریکا دې عملي ګامونه پورته کړي.

د اجراییه ریاست ویاند وايي، د ټرمپ دغه دریځ، د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د امریکا د تګلارې بل پړاو دی چې تمه ده پر پاکستان به فشارونه زیات شي.

د امریکې ولسمشر ټرمپ پرون په یوه ټویټ کې ویلي وو، چې امریکا په وروستیو ۱۵ کلونو کې پاکستان ته څه باندې ۳۳ میلیارد ډالر ورکړي او دا یوه تېروتننه وه.

ټرمپ په خپل ټویټ کې دا هم لیکي وو، چې د امریکې د خورا زیاتو مرستو په بدل کې پاکستانیانو د امریکا مشرانو ته دروغ ویلي او تېر وستي یې دي.           

د امریکا ولسمشر له پاکستان سره د واشنګټن مرستې احمقانه وبللې او د دغو مرستو پر بندولو یې ټینګار کړی دی.

اجراییه ریاست وايي امریکا د خپلې تګلارې په لومړي پړاو کې له پاکستانه نهیلی شوی او د دې تګلارې په دوهم پړاو کې به پر پاکستان فشارونه زیات شي.

د اجراییه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي په دې اړه وویل:«فکر کوم چې اوس هغې مرحلې ته ننوتلي یوو که‎چېرې پاکستان عملاً له امریکې سره همکاري ونه کړي ښايي نورې ټاکنې به وکارول شي چې پاکستان دغو همکاریو ته اړ شي.»

یو شمېر سرچینې وايي چې د افغانستان او سویلي آسیا په اړه د واشنګټن د تګلارې په دې پړاو کې تمه کېږي چې له ترهګرو ډلو سره د اړیکو له امله پر پاکستاني جنرالانو بندیزونه ولګول شي او د پاکستان پر ځینو سیمو د بې بیلوټه الوتکو بریدونه پراخ شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم د واشنګټن د دې دریځ هرکلی کوي.

د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي په دې اړه څرګنده کړه:«د افغانستان د خلکو مقاومت او د زموږ د امنیتي ځواکونو سرښندنې د دې لامل شوې ترڅو نړۍ له سیمې څخه یو سم درک ولري.»

په دې پړاو کې د کابل مناسب سیاستونه او همداراز له رامنځته شوي فرصته مناسبه ګټه پورته کول ښه راتلونکي ته د رسېدو یوه مهمه لاره بلل کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت د ستراټېژیکو مطالعاتو رییس فرامرز تمنا په دې اړه وویل:«د اسلامي همکاریو هېوادونو په سازمان کې د پاکستان بحث دې له ترهګرو د یوه ملاتړي هېواد په توګه مطرحه شي ترڅو اسلامي هېوادونه چې د پاکستان ملاتړی دي د پاکستان په وړاندې په سیاستونو کې یې بدلون راولي.»

پخواني ولسمشر حامدکرزي هم د ټرمپ له دغې لیکنې څو ساعته وروسته غبرګون ښودلی او وايي د ښاغلي ټرمپ د دغو څرګندونو هرکلی کوي او وړاندیز کوي چې د امریکا او سیمې ګډ ایتلاف جوړ شي ترڅو د پاکستان پر پوځي برخې دومره فشار راوړل شي چې سوله نه یوازې په افغانستان بلکې سیمه کې هم ټینګه شي.

مشرانو جرګه هم د ډونلډ ټرمپ د دریځ په اړه غبرګون ښيي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار په دې اړه په ډاګه کړه:«دا یوه ساده خبره نه ده چې د ۲۰۱۸ زیږدیز کال په لومړۍ ورځ له پاکستان څخه داسې نیوکه وکړي.»

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار په دې اړه وویل:«د خوښۍ ځای دی چې د ترهګرۍ او د هغوی د ملاتړو په وړاندې یو سم سیاست غوره کېږي.»

سناټورې انار کلي هنریارهم زیاتوي:«له دې پرېکړې موږ ستاینه کوو او باید د پاکستان په وړاندې په عملي توګه اقدام وشي.»

په وروستیو اوونیو کې د پاکستان او امریکا اړیکې ډېرې ترینګلې شوې دي، خو د دوشنبې په ورځ کله چې دونلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې پر ټوېټر پاڼې پر پاکستان نیوکه وکړه د دواړو هېوادونو اړیکې له نویو ترینګلتیاوو سره مخامخ شوې.

د دونلډټرمپ د دغه ټویټ له خپرېدو څو ساعته وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وویل هېواد به یې دغو څرګندونو ته ځواب ووايي.

د پاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر هم وايي چې پاکستان امریکا ته د ځمکې او هوا له لارې د تګ راتګ او د دې هېواد د پوځي او استخباراتي اډو د کارولو اجازه ورکړې چې په تېرو شپاړسو کلونو کې د القاعدې د ماتې لامل شوه، خو امریکا له پيغور او بې باورۍ پرته امریکا ته بل څه نه دي ورکړي.

له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، په اسلام اباد کې د واشنګټن سفیر وربللی او د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه یې د پاکستان سخت اعتراض ورته اعلان کړی دی.    

شریک یي کړئ