که څه هم امریکا د افغانستان په اړه د نوې تګلارې له اعلانه وروسته په افغانستان کې د څلور زره امریکايي سرتېرو له زیاتوالي سره پنتاګون غواړي زر پوځي روزونکي، څو بې پيلوټه الوتکې او پوځي تجهیزات افغانستان ته واستوي.
یو شمېر امریکايي چارواکو والسټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي چې له دې کار څخه یې موخه د ترهګرو په ځانګړي توګه داعش ډلې ځپل دي.
د والسټریټ ژورنال په ورځپاڼه کې راغلي دي چې دغه روزونکي به د روان کال تر فبرورۍ (د روان لمریر کال سلواغې) کې افغانستان ته واستول شي.
د امریکې د سمندري ځواکونو د قومندان مرستیال جنرال برین ډي بیوډرلټ په یوې خبري ناسته کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ماموریت په اړه داسې وویل:« موږ په افغانستان کې پياوړی سمندري ځواک لرو چې هره ورځ زموږ د افغان همکارنو ملاتړ کوي دغو پوځیانو د طالبانو نفوذ یې په ځانګړي توګه هلمند کې ډير کمزوري کړی، دغه پوځيان به په اوږدې موده کې له طالبانوسره په جګړه کې اغېزمن وي.»
امریکا د افغانستان په جګړه کې د بریا لپاره پر پاکستان د فشارونو پرزیاتوالي ټينګارکوي.
د پنټاګون ویانده ډنا وایټ په خبري غونډه کې وايي:« موږ بارو لرو چې پاکستان دا وړتیا لري چې په دغه هېواد کې د ترهګرو د ګواښ مخه ونیسي اوسمهال هغوی ته یو فرصت هم شته تر څو پرېکنده اقدام وکړي موږ غواړو چې پاکستان په دې برخه کې وهڅوو.»
په روان لمریز کال کې د هند او امریکا د همکاریو زیاتوالی په افغانستان کې د ثبات د ټينګښت د رامنځته کېدو لپاره د واشنګټن له هڅو شمېرل کېږي.
ډنا وایټ څرګندوي:« هند د افغانستان د پراختیا لپاره ډېرې مرستې کړې دي تمه لرو چې هند له شته فرصتونونو ډېره ګټه واخلي او ډاډ ترلاسه کړي چې په سوېلي اسیا کې څه ډول ثبات راتلای شي هند یو مهم پياوړی هېواد دی او په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې غواړو چې له دغه هېواد سره ډېر کار وکړو.»
افغانستان ته د زر امریکايي پوځیانو په رسېدو سره د دغو پوځیانو شمېر ۱۵ زرو ته به ورسېږي چې د دې ترڅنګ ۹ زره د ناټو سرتېري د وسلهوالو پر ضد د افغان پوځیانو د عملیاتو پر مهال ملاتړ ته دوام ورکوي.