امریکايي رسنیو د دې هېواد هوايي ځواکونو دوو جنرالانو له قوله راپور ورکړی دی چې د امریکا متحده ایالاتونو پوځ په افغانستان کې د اف۱۶ جنګي الوتکو شمېر له ۱۲ څخه ۱۸ ته پورته کړی دی.
د امریکا د هوایي ځواکونو مرکزي قومندان، جنرال جیفري هریکن ویلي دي چې په افغانستان کې الوتکو ته د تیل ورکولو د ټانکرونو شمېر هم زیات شوی دی او دا زیاتوالی په تېرو پنځو کلونو کې بې ساری بلل شوی دی.
یاد امریکایي جنرال وایي چې اوسمهال په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له عمومي قومندان، جنرال جان نیکلسُن سره په خبرو بوخت دی، تر څو د جګړو په ډګرونو کې څه ډول له افغان او امریکایي ځواکونو څخه ملاتړ وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته د امریکايي سرتېرو شمېر لېږلو په اړه تر ډېرو ناندرو او ګنګوسو وروسته، د امریکا متحده ایالاتونو دفاع وزارت اعلان وکړ چې دې هېواد ته زه زرګونه سرتېري واستوي.
د امریکا دفاع وزیر، جیمز متیس څرګنده کړې چې افغانستان ته به د زرګونو سرتېرو د لیږد طرحه به لاسلیک کړي.
سره له دې چې ځینو امریکایي چارواکو ویلي وه، افغانستان ته به څه باندې درې سرتېري استول کیږي، خو متیس په دې اړه کره مالومات نه ورکوي او زیاتوي چې نه غواړي د امریکا دښمنان د سرتېرو د کره شمېر په اړه مالومات ترلاسه کړي.
امریکا اوسمهال په افغانستان کې ۱۱زره پوځیان لري چې د ۳زرو سرتېرو ترڅنګ به د افغان ځواکونو د روزنې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې بوخت دي.
افغانستان ته د نورو امریکايي سرتېرو رالیږد سره به د دې سرتېرو شمېر ښايي ۱۴زرو ته ورسیږي.
افغانستان کې بهرني ځواکونه اوسمهال افغان ځواکونو ته د سلاورکړې او روزنې ماموریت د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې ترسره کوي.