Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا له ناټو افغانستان ته د زرو نورو سرتېرو لېږد غوښتنه کړې

په ناټو کې د امریکامتحده ایالاتونو دایمي سفیره وایي چې د دې هېواد ولسمشر، دونالډ ټرمپ افغانستان کې د امریکایي سرتېرو ترڅنګ د ناټو د نورو غړو هېوادونو د سرتېرو د شمېر د زیاتیدو غوښتنه کړې ده

مېرمن، کي بیلي ویلي دي چې امریکا له ناټو غواړي تر څو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر زیات کړي او ۱۰۰۰ نور سرتېري هم دې هېواد ته ولیږي.

له دې سره، امریکا هم افغانستان ته د خپلو څه باندې څلور زره سرتېرو د استولو بهیر پیل کړی دی.

اوسمهال څه باندې یوولس زره امریکایي او د ناټو کابو شپږزره سرتېري په هېواد کې فعالیت کوي چې د نورو سرتېرو په راتلو سره به د بهرنیو ځواکونو شمېر څه باندې یویشت زرو ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د  امریکا متحده ایالاتونو د کړنلارې وروسته افغانستان کې د بهرنیو سرتېرو تر وتو پورې خپله جګړه وساتي.

په ناټو کې د امریکامتحده ایالاتونو دایمي سفیره وایي دا هېواد افغانستان کې له طالبانو سره د مبارزې په موخه د امریکايي سرتېرو لېږد ترڅنګ د ناټو نورو غړو هېوادونو هم غوښتنه کړې ده چې سرتېري وليږي

شریک یي کړئ