Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا پاکستان ته د ۷۵ ترهګرو نوملړ وسپاره

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خواجه محمد اصف د چهارشنبې په ورځ (د لړم په ۳ مه) وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن اسلام اباد ته په خپل سفر کې، د ترهګرو ۷۵ کسیز نوملړ یې پاکستاني چارواکو ته وسپاره چې په هغه کې د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني نوم هم شامل دی.

امریکايي چارواکو تراوسه د دغه نوملړ په اړه څه نه دي ویلي.

اصف چې د مشرانو جرګې په یوې غونډه کې د واشنګټن – اسلام اباد په اړه خبرې کولې، څرګنده کړه چې په دغه نوملړ کې ډېری نومونونه په افغان طالبانو پورې اړه لري او په هغه کې د پاکستاني وګړو، حتا د حافظ سعید چې امریکا د هغه د نیولو په بدل کې ۱۰ مېلیونه ډالره انعام اېښی هم شامل نه دی.

د هغه په وینا، همدارنګه پاکستان هم امریکايي چارواکو ته یو ۱۰۰ کسیز نوملړ ورکړی چې د هغه په وړاندې اقدام وکړي.

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په ډاګه کړه:«حقاني شبکه د دغه نوملړ په لومړي سر کې شامله ده او له دغو ترهګرو څخه هېڅ یو پاکستاني نه دي.»

د پاکستان اکسپرس ټرېبیون د رپوټ پر حواله، اصف امریکايي چارواکو ته ویلي چې دغه هېواد اوس د تېر په څېر پر طالبانو نفوذ نه‎لري.

اصف زیاتوي:«موږ له هغوی (افغان طالبانو) څخه ملاتړ نه کوو او هغوی نور زموږ ملاتړ ته اړتیا نه‎لري. نور کسان د هغوی ملاتړ کوي.»

پاکستان ادعا کړې ده ځینې هغه کسان چې په پاکستان کې په ترهګریزو فعالیتونو لاس پورې کوي په افغانستان کې پټ دي، هغه ادعا چې کابل یې بې بنسټه بولي.

شریک یي کړئ