په دې وروستیو کې د بدخشان ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د ۲۳تنو سیمهييزو پاڅونکوونکو وژنې څېړنې په موخه ټاکل شوي کمېسیون خپل کار پیل کړ.
د بدخشان امنیتي چارواکي وايي چې یاد کمېسیون به ډېر ژر خپلې پلټنې پیل او بشپړه کړي.
په همدې حال کې د بدخشان امنیه قومندان، محمدنبي بیان څرګندوي چې د پېښې رامنځته کېدو کې ناغېړيکوونکي کسانو ته سزا ورکړل شي.
همداراز د بدخشان یو شمېر چارواکي د پېښې رامنځته کېدو لامل یو شمېر دسیسې او د کشفي برخو ناغېړي بولي.
یاد کمېسیون په داسې حال کې خپل کار پیلوي چې پنځه ورځې مخکې ۳۵ تنه سیمهييز پاڅونکوونکي د طالبانو په برید کې ووژل شول او لس تنه نور ټپيان شول.
دې پيښې د قربانیانو کورنیو بدګماني پر سیمهيیزو چارواکو رامنځته کړې ده.