Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بغلان کې د طالبانو له شتون څخه ۲۰ کلي پاک شوي

په بغلان ولایت کې پوځي چارواکي په دې ولایت کې د ۲۰ کلیو له پاکوالي خبر ورکوي.

دې چارواکو نن(چهار شنبې د زمري۴مه( ویلي دي چې طالبانو په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ماته خوړلې ده  او افغان ځواکونو دا ډله له شلو کلیو ویستې ده.

دا چارواکي زیاتوي چې د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې چې ۸ ورځې مخکې پیل شوې وو تر اوسه ۵۰ وسله‎وال وژل شوي دي.

دوی زیاتوي چې په دې عملیاتو کې ۷۰ تنه طالب وسله‎وال ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال، تورن جنرال شعور ګل په پغلان ولایت کې ویلي دي چې طالبان د مرکزي بغلان ولسوالۍ له کلیو او د ښار له شاوخوا سیمو څخه له سختو تلفاتو وروسته تښتیدلي دي.

امنیتي چارواکي وايي چې وسله‎والو ته ډېره مرګ ژوبله د هوايي بریدونو له امله اوښتې ده.

په بغلان کې د طلوع‎نیوز خبریال وايي چې په سیمه کې د نښتو له امله کابو زر کورنۍ بې‎ځایه شوي دي.

طالبان له اتو ورځو راهیسې له ډله‎ییزو بریدونو وروسته د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ښار شاوخوا سیمو ته رسیدلي وو.

بغلان ولایت کې په دې وروستیو کې وخت نا وخته طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کوي، او اوسېدونکي یې له نا امنیو اندېښنه لري.

سره له دې موټر چلونکي هم په بغلان کې د لویې لارې له امنیت څخه اندېښنه لري.

شریک یي کړئ