د متحدو ایالاتو د سنا غونډې د بهرنیو اړیکو کمیټې جان آر بس ته د نوي سفیر په توګه مثبتې رایې ورکړې.
یاد امریکایي ډیپلومات د سیاسي او له ترهګرو سره په جګړو کې د پوځي برخو د سمبالولو ښه تجربه لري.
ښالي بس د داعش ډلې پروړاندې د نړیوال ائتلاف د عملیاتو د پیل پر وخت انقره کې د واشنګټن سفیر وه.
دونالډ ټرمپ چې تېره میاشت د سویلي آسیا په ځانګړي توګه د افغانستان په اړه خپله تګلاره اعلان کړه، ژمنه یې وکړه چې په افغانستان کې به د ترهګرو پروړاندې له ډیپلوماتیکو او پوځي لارو کار واخلي.