Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جوزجان کې د ۲۰ داعش وسله‎والو وژل کېدل

د جوزجان ولایت په درزآب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او د دولت د وسله‎والو مخالفینو ترمنځ نښتې پایته ورسیدې.

د جوزجان امنیه قومندان، رحمت‎الله ترکمنستاني نن(چهارشنبې د غبرګولي۳۱مه) وایي چې داعش جنګیالیو د دوشنبې پر ورځ(غبرګولي۲۸مه) پر یادې ولسوالۍ بریدونه پیل کړل او د تیرې شپې تر ناوخته پورې دا نښتې روانې وې.

د نوموړي په وینا، په دې نښتو کې ۲۰ داعش جنګیالي وژل شوي او ۱۲ نور یې ټپيان شوي دي.

د جوزجان امنیه قومندان همداراز د شپږو امنیتي ځواکونو وژل کېدل او د درېیو نورو ټپي کیدل هم تائیدوي.

نوموړی وایي چې، کمانډو ځواکونو او پاڅون کوونکو هم درزآب ولسوالۍ په شمال کې د طالبانو بریدونه په شاه وتمبول.

جوزجان کې د ۲۰ داعش وسله‎والو وژل کېدل

د جوزجان ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي چې دوشنبې داعشیان د درزاب ولسوالۍ پر یو شمېر سیمو بریدونه کړي وو چې د یادې ډلې ۲۰ وسله‎والو وژل کېدو سره نښته پای ته رسېدلې ده

شریک یي کړئ