Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حزب اسلامي: د دغه ګوند پوځيان به خپلې وسلې په ځمکه کې نه ږدي

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ویاند قریب الرحمان سعید د چهار‎شنبې په ورځ(د غوايي په ۲۰ مه) په کابل کې وویل چې د دغه ګوند پوځيان به خپلې وسلې پر ځمکه کې نه ږدي، خو ټینګار کوي چې دغه پوځيان به د دولت پر وړاندې هم و نه جنګېږي.

هغه زیاتوي چې هېڅوک  دغه ګوند د پوځيانو ژوند نه شي تضمینولای او هغوی د خپل ژوند د خوندي ساتلو لپاره وسلې ته اړتیا لري.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي دغه ویاند وایي ددې ګوند د غړو په ګوته کولو بهیر روان دی او د نوموړي ګوند ډېری کدرونه به په دولتي ادارو کې شامل شي.

قریب الرحمان سعید د دې ګوند د یو شمېر پوځي غړو په اړه چې ټاکل شوې په امنیتي ادارو کې شامل شي، جزئیات نه ورکوي خو وايي دا کسان باید د ځان د ساتنې لپاره وسلې ولري

هغه زیاته کړه:«هغه وسلې چې هغوی یې لري هغوی ته ویلي شوي چې خپلې وسلې وساتي خو د دولت په وړاندې جګړه ونه کړي. د خپل ځان د دفاع لپاره وسله باید ولري. ځکه دا نه شو تضمینولای چې خپله وسله پر ځمکه کېږدي او ژوندی پاتې شي.»

له بلخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي په امنیتي ادارو کې د حزب اسلامي د غړو د شاملېدو په اړه اندېښمن دي.

د ولسي جرګې غړې ناهید فرید په دې اړه وايي:«لومړی زموږ د ځواکونو ګوندي کېدل خطرناک دي زموږ ملي پوځ سیاسي کوي. زموږ ملي پوځ له مخکې ډېره کمزورې کوي.»

د ولسي جرګې غړی صالح محمد صالح هم وویل:«حکومت باید د بندیانو په خلاصون کې ډېر دقت وکړي.»

په داسې حال کې چې له دې مخکې حزب اسلامي منلې وه چې د دغه ګوند ۱۳ بندیان چې خوشي کېدل یې له ستونزو سره مخامخ شوي وو، د بهرنیانو پرخلاف د ځانمرګو بریدونو پلانونکي وو، د حزب اسلامي دغه ویاند وايي د دې ګوند د ډېری غړو لپاره دوسیې جوړې شوې دي.

ښاغلي سعید په دې اړه په ډاګه کړه:«نه یوازې دغه ۱۳ تنه بلکې ډېری کسان به کرا کرا خلاص شي.»

سعید وايي چې حکومت له ګلبدین حکمتیار سره د هوکړې له مخې تېره اوونۍ د حزب اسلامي د بندیانو لومړۍ ډله د هېواد له زندانونو خوشې کړه.

شریک یي کړئ