Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکمتیار د جګړې د پای او د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو غوښتونکی شو

حکمتیار چې په هرات ښار کې، خپلو پلویانو ته وینا کوله، ټینګار یې وکړ، په هغو ډلو کې چې غواړي هېواد کې جګړه روانه وي، ځینې داسې کرکجنې څېرې دي، چې په خلکو کې  ځای ګی نه لري.

حکمتیار له ګاونډیو هېوادونو هم غواړي، چې د افغانستان د دښمنانو له ملاتړ څخه دې لاس واخلي.

هغه په هېواد کې ټولې ښکېلې ډلې سولې او یووالي ته رابولي او ټينګار کوي چې په هېواد کې جګړه غوښتونکي څېرې کرکجنې شمېرل کېږي.

د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وویل:«باید د جګړې لمنه ورغونډه کړو.زه له ملت څخه غواړم چې له جګړه غوښتونکو ملاتړ مه کوئ، له شعارونو سره یې همغږي مه کوئ او هغوی ته پناه مه ورکوئ او هڅه وکړئ چې د سولې له لارې پر مخ ولاړشئ.»

دی له طالبانوسره په خبرو اترو ټینګار کوي او له ګاونډیو هېوادونو غواړي چې د افغانستان د دښمنانو ملاتړ دې نه کوي.

هغه زیاته کړه:«موږ له ټولو ګاونډیو هېوادونو څخه غواړو چې له افغانانو سره مرسته وکړي ترڅو دغه جګړه پای ته ورسېږي. غواړو چې د جګړې پر دوام دې هڅې ونه کړي. او افغانستان ته وسله‎وا نه ستوي او د افغانستان د خلکو له بې وزلۍ او نادارۍ څخه دې استفاده ونه کړي او د خپلو ګټو لپاره هغوی بهر ته وا نه ستوي.»

د حزب اسلامي مشر په ټاکلي وخت په رڼو ټاکنو ټینګار کوي او وايي اسلامي ګوند به د سالمې سیالۍ سره سیاست ته داخل شي.

په همدې حال کې د هرات والي په هېواد کې له ټولو ښکېلو ډلو غواړي چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د هرات والي محمد اصف رحیمي په دې اړه څرګنده کړه:«ټولو دیني عالمانو په ملي او نړیواله کچه د افغانستان جګړه ناروا او د اسلامي لارښوونو په خلاف کڼلې ده او اوس دا په جګړه غوښتونکو ډلو پورې اړه لري چې له ورور وژنې لاس اخلي او که نه بیا هم د خپلو بهرنیو بادارانو په خدمت کې دي.»

په همدې حال کې یو شمېر دیني عالمان د جګړې او تاوتریخوالي پرته د حزب اسلامي له سیاسي پروګرامونو ستاینه کوي.

تمه کېږي چې د حزب اسلامي مشر هرات ولایته د خپل دوه ورځيني سفر په لړ کې دې ولایت کې د حزب اسلامي دفتر هم پرانیزي.

د حزب اسلامي مشر د هرات په جامع جومات کې د خپلو ملاتړو په منځ کې وویل چې د افغانستان جګړه له هېواده بهر پلانېږي او د دې جګړې ګټې هم بهرنیو هېوادونو ته رسېږي.

شریک یي کړئ