Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکمتیار طالبان یې «وروڼه» وبلل

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار کابل ته له راتلو وروسته د لوړپوړو دولتي چارواکو او جهادي او سیاسي شخصیتونو په ګډون مراسمو کې له نوموړي هرکلی وشو.

ګلبدین حکمتیار د پنجشنبې په ورځ(د غوايي په ۱۴ مه)په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د خپلې لومړنۍ وینا پر مهال وویل چې سولې ته د رسېدو لپاره مو د افغانستان اساسي قانون مو منلی او د دغه قانون په اړه یو لړ ملاحظې لري.

ښاغلي حکمتیار له طالبانو څخه وغوښتل چې د سولې له بهیر سره یوځای شي او د دغه ډلې غړي یې «وروڼه» وبلل.

هغه په ډاګه کړه:«راغلي یوو چې له قید او شرط  څخه پرته له هغو کسانو سره چې په هېواد کې سوله غواړي ملګرتیا وکړو. غواړو چې دغه بدمرغه جګړه چې د هغوی اصلي قربانیان افغانان دي او یوازې د افغانانو کورونه ورانېږي پای ته ورسو.»

ښاغلي حکمتیار وویل چې سولې ته د رسېدو لپاره یې اساسي قانون منلی.

هغه وویل:«له دې سره چې ډېرې حقوقي او ادبي ملاحظې لرم،خو دغه ملاحظې به په خپل ځای لویې جرګې ته وړاندې کړم.»

له بلخوا د حزب اسلامي مشر طالبانو ته وروڼه وویل.

ښاغلي حکمتیار په دې اړه څرګنده کړه:«طالبان زموږ وروڼه دي.د طالبانو په منځ کې هم ښه شته هم بد.که‎چېرې څوک له دغه کار څخه انکار کوي دا ستره جفا به وي.»

ولسمشر غني په دغه غونډه کې په وینا کې د سولې له بهیر سره د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي یو ځاي کیدل د دولت نورو مخالفینو ته روښانه بیلګه بولي ترڅو هغوي هم د سولې له بهیر سره یو ځاي شي.

بلخوا ښاغلي حکمتیار د محکمې په اړه داسې وویل:«موږ د عدالت د ټینګښت لپاره لومړی یوه ځواکمن حکومت ته اړتیا لرو چې وکړای شي خپلې پرېکړې عملي کړي.»

په همدې حال کې ولسمشر غني هم له طالبانو څخه وغوښتل چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

هغه وویل:«زه پر طالبانو غږ کوم چې ایا د ښاغلي حکمتیار په څېر وړتیا لري که چې د افغانستان له خلکو او دولت سره سوله او مذاکره وکړي؟ستاسو مشر څوک دی او چېرته دی؟له جګړې او ویجاړۍ، وژنې څخه پرته دغه ملت ته نوره کومه کارنامه لرئ؟»

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دغې غونډه کې وویل:«زه هغوی (طالبانو) ته له نن څخه هېوادوال او یا هېوادوال ورور وایم.»

همدارنګه اجرائيه رییس عبدالله عبدالله هم څرګنده کړه:«د دې لپاره چې ستاسو سپارښتنه پرځای شوې وي، او تر هغې چې موږ هم د قانع کولو لپاره موکه ولرو،ستاسو په اجازه هغوی ‎(طالبانو) ته د حکمتیار صاحب وروڼه وايو.د اوس او لنډمهال لپاره.»

له دغو ټولو سره سره د تېرو کړنو پر هېرونې ډېره سپارښتنه وشوه.

د افغانستان د حراست او ثبات شورا رییس عبد رب الرسول سیاف وویل:«دغه کسان بالاخره سره یوځای کېږي.تاسو ته د سکرو په څېر؛ژمنۍ تېرېږي خو د مخ توروالی ذغال ته پاتېږي.»

د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني هم څرګنده کړه:«د تېر پرېښودل،راتلونکي ته لېواله لید، د یوه بل منل، د یوه بل زغمل، بېلابېلو افکارو او نظریاتو ته درناوی د افغانستان راتلونکي ته عقلاني لارې دي.»

په دغې غونډه کې د حزب اسلامي مشر د حکومت له مشرانو وغوښتل چې خپل اختلافونه څنډې ته کړي او ائتلافي حکومتونه یې ناکامه وبلل.

له بلخوا ښاغلی حکمتیار د ښځو د ښووني او روزنې پرحق هم ټینګار وکړ.

شریک یي کړئ