Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکومت د ټاکنو کمېسیون د نوي مشر معرفۍ په اړه جزییات نه وړاندې کوي

حکومت دا جزییات نه ورکوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون نوی مشر به څوک وي او په دې تړاو له خپلو اوږو پېټی لېرې کوي.

له دې سره چې د قانون پر بنسټ، که د ټاکنو کمېسیون یو غړی له دندې ګوښه کېږي او یا استعفاء ورکوي، ولسمشر باید په ۷ ورځو کې د غورواي کمېټې له خوا ارګ ته استول شوي نوملړ څخه یو کس وټاکي.

خو اوس دغه موده پای ته رسېدلې او حکومت  لا هم د نجیب الله احمدزي پر ځای څوک نه دی ټاکلی.

د افغانستان د روڼو ټاکنو د بنسټ رییس نعیم ایوب زاده وايي:«که‎چېرې حکومت ټاکنې غواړي تراوسه موږ د پارلماني ټاکنو شاهد نه یوو خو له بده مرغه له دې به نورې عجیبې او غریبې لوبې په لاره وا نه چول شي.»

ولسمشر د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د رییس له ګوښه کولو وروسته په یوه حکم کې له مسوولو ادارو غوښتي د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د غړیتوب لپاره د نويو نوماندانو نوملړ ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولېږي.

خو څارونکې ادارې وايي چې حکومت په دې اړه د دوي نظر نه دی اخیستی او دغو بنسټونو تراوسه ولسمشرۍ ماڼۍ ته څوک نه دي معرفي کړي.

په داسې حال کې چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د پخواني رییس پر ځای د بل کس د معرفي کولو وخت پای ته رسېدلی، حکومت تراوسه د نوموړي پرځاي بل څوک نه دی معرفي کړی او د حکومت لخوا د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دغه نوي غړي د ګمارلو بڼه نه ده روښانه شوې.

د ولسي جرګي غړي فرهاد عظیمي په دې اړه څرګنده کړه:«تر هغه چې د ټاکنو او کمېشنرانو او د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه  یوه ملي اجماع نه وي فکر نه کوم چې له دغو کمېشنرانو او له دغه سیستم او د ټاکنو له دغه جوړښت سره، ټاکنې ترسره شي.»

په دې لړ کې د ملي یووالي حکومت د جوړولو د سیاسي هوکړې پر عملي کولو د څارنې کمېسیون رییس حکومت د هوکړې په عملي کولو کې په ناکامۍ تورنوي.

د سیاسي هوکړې پر عملي کولو د څار کمېسیون مشر محمد ناطقي وايي:«په هر ځای کې د ټاکنو په اړه بحث دی زموږ د ورځې بحث دی وایوو چغې وهو خو څوک مو غږ نه اوري څه وکړو.»

له دې سره سره د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشري د دغه کمېسیون د مرستیالې پرغاړه ده، د قانون له مخې د دې کمېسیون د مرستیالې د سرپرستۍ موده هم پای ته رسېدلې ده.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون سرپرسته وسیمه بادغیسي وايي:«د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې ۲۳ ولایتونه تصویب شوي او ۱۱ولایتونه پاتې دي موږ داسې انګېرو چې یوه بله احتمالي علني جلسه ولرو چې د راتلونکې اوونۍ په سر کې به وي او انشالله چې د رای ورکولو د مرکزونو ارزونه به په بشپړه توګه پای ته ورسېږي.»

د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې پڅ کارونه او د نویو کمېشنرانو له کاره د لسو میاشتو په تېرېدو سره د بنسټیزو اصلاحاتو نه راتلل له ډېرو نیوکو سره مخامخ شوي دي، خو اوس د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د نوي غړي په معرفي کولو کې ځنډ له نیوکو سره مخامخ شوی دی.

شریک یي کړئ