Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خوست کې‎ موټربم چاودنې ۱۸ کسانو ژوند واخیست

د کورنیو چارو وزارت نن(شبنې د غبرګولي۶مه) واييچې په خوست ولایت کې د موټربم چاودنې له امله ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خوست ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي چې سهار کابو  ۹بجې یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو ډک موټر ته د ځانګړو ځواکونو موټر ته نېږدې چاودنه ورکړې.

د کورنیو چارو وزارت هم پېښه تائیدوي او وايي چې چاودنه د کابل اډې سیمه کې شوې ده.

دا وزارت زیاتوي چې په دې پېښه کې ۶ تنه نور ټپیان دي.

د خوست د والي ویاند، مبارز ځدران د پېښې په تائید سره څرګندوي چې پېښه د خوست د ښار په مرکز کې د مجاهد څلور لاره کې هغه‎مهال شوې، کله چې د افغان ځانګړو ځواکونو کاروان له سیمې د تېرېدو په حال کې وه.

ویل کېږي چې د یادو ځواکونو ملاتړ امریکايي ځواکونه کوي.

د برید مسوؤلیت طالباانو منلی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې په خوست ولایت کې د موټربم چاودنې برید کې ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶ نور ټپیان دي

شریک یي کړئ