Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دبشري حقونو کمېسیون موندنې؛ له میرزا اولنګه ۴۷۱ کورنۍ بې ‎ځای شوي

په میرزا اولنګ کې د ترهګریز برید په اړه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، د څېړنو لومړنۍ موندنې نن جمعه (د زمري په ۲۰ مه) خپرې شوې.

د دغه کمېسیون څارنیزې او څېړنیزې موندنې ښيي چې دغه وحشیانه جنایت طالبانو له داعش سره په همکارۍ ترسره کړی دی.

د دغه کمېسیون موندنې ښيي چې د ترهګرو او دولتي ځواکونو ترمنځ له دوه ورځې شدیدې جګړې څخه وروسته د میرزا اولنګ د درې په خوله کې په خلکو لاره تړي او ځينې خلک بندیان او ځينې په ډژو سره وژني او د درې تنو سر پرې کوي.

دغه کمېسیون زیاتوي چې تراوسه یې د ۴۳ وژل شویو کسانو ځانګړنې پیدا کړي چې ټول ولسي وګړي دي. د کسان د وژلو سربېره، ۸ تنه ټپيان شوي او ۴۷۱ کورنۍ بې‎ځایه شوي دي.

د دغه کمېسیون په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د سیمه‎ییزو خلکو ۱۵۰ راس څاروي او یو زیات شمېر مالونه غلا شوي دي.

خبرپاڼه وړاندې کاږي:«د عیني شاهدانو په وینا، د دغه برید مشري د طالبانو سیمه‎ییز قومندان ملا نادر او د داعش ډلې سیمه‎ییز قومندان غضنفر په غاړه لرله.»

 د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له ترهګرو ډلو د دولت له مخالفو وسله‎والو، او د دغه جنایت له عاملانو غواړي چې له جنایت ، د کسانو له په نښه کولو، د ولسي وګړو ځایونو او د بشري حقونو له سرغړونې څخه لاس په سر او په افغانستان کې تاوتریخوالي ته دې د پای ټکی کېږي.

د دغه کمېسیون د موندنو پر بنسټ، په دغې دره کې د وژل شویو شمېر ۵۰ تر ۶۰ تنو رسېږي چې د ۵ ښځو او ۳ ماشومانو وژنه هم په کې شامله ده.

شریک یي کړئ