Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دغزني په اندړ ولسوالۍ کې د طالبانو ځانمرګي برید ۲۰ تنه شهیدان کړي

د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کې د طالبانو د ځانمرګي برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۵ تنه پولیس او ۵ تنه ولسي وګړي شهیدان کړي دي.

او همدارنګه د دغه برید په پایله کې څلور تنه پولیس او له ۱۰ تنو څخه زیات ولسي وګړي ټپیان  شوي دي.

د غزني والي وایي،چې پېښه د شپې ناوخته شوې او لسګونه تنه طالب وسله‎والو د اندړ ولسوالۍ پر ودانۍ برید کړی. طالب جنګیاليو له چاودنې وروسته له پوځيانو سره جګړه پيل کړه.

د غزني والي عبدالکریم متین په دې اړه وویل:«تېره شپه ناوخته په لسګونه طالبانو د ولسوالۍ پر ودانۍ برید وکړ. په لومړي سره کې له چاودېدونکو توکو ډګ موټر چاودنه وکړه او وروسته یې له امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړه. په دغه ځانمرګي برید کې پوځي او ولسي وګړو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.»

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د موټربم برید په پایله کې پوځي او ملکي وګړو ته درانه زیانونه واوښتل.

د کورنیو چارو وزارت لوړپوړی امنیتي مرستیال جنرال مراد علي مراد وايي:«په ځانمرګي برید کې ۱۵ پولیسو او ۵ ولسي وګړي شهیدان شوي او ۲۰ پولیس او ۱۶ ولسي وکړي هم ټپيان شوي دي چې د ځينو ټپيانو وضعیت ښه نه دی ښودل شوی.»

د غزني والي وايي په دې نښته کې طالبانو ته هم درانه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي متین زیاته کړه:« له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده او ویل کېږي چې طالبانو د خپلو ملګرو مړي د موټر په واسطه لېږدول. خو تراوسه د طالبانو د مرګ ژوبلې د شمېر په اړه کره جزییات په واک کې نشته.»

پر پکتیا او غزني ولایتونو د طالبانود بریدونو په اړه ولسمشرۍ ماڼۍ غبرګون يي راپاروالی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني دغو بریدونو پروړاندې وايي، حکومت اوس مهال د سولې او بشري حقونو خوندیتوب ته هڅه کوي خو ترهګر د جګړې په دوام ټینګار کوي.

ولسمشر زیاتوي، امنیتي ځواکونه به د جنایتکارانو پر وړاندې ودرېږي او له خپلې خاورې به دفاع وکړي.

شریک یي کړئ