ملي دفاع وزارت په افغانستان کې د ناټو سازمان په اډانه کې د عربي متحده اماراتو او قطر د ونډې اخیستو لېوالتیا ته په اشارې سره، وايي چې د افغانستان په جګړه او سوله کې د دغو هېوادونو ونډه اغېزناکه ده.
تر اوسه د دې مرستې څومره والی اوڅرنګوالی معلوم نه دی، خو د افغانستان د دفاع وزارت د دغو دواړو هېوادونو له دغې پریکړې هرکلی کوي.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری په دې اړه وايي:«هر هېواد چې په دغې جګړه کې (د افغانستان په جګړه کې) ونډه اخلي، موږ او زموږ له هېواد سره مرسته کوي، د ستایلو وړ ده.»
له دې سره د ولسي جرګې ځینې غړي د قطر او اماراتو دغه پرېکړه په افغانستان کې اغېزناکه مرسته بولي.
په همدې حال کې د ځینو پخوانیو پوځیانو په باور، له افغانستان سره د عربي هېوادونو مرسته، د دې شکارندوی ده چې د دغو هېواد سیاست د ترهګرو نه ملاتړو هېوادونو او په تېره بیا د پاکستان پر وړاندې بدل شوی.
پخوانی پوځي طاهر یرغل وايي:«سعودي د پاکستان یو ډېر ښه همکار وه، همدا ډول له اماراتو سره، اوس چې له هغوی مخ اړوي او د افغانستان په لورې راځي، په دې مانا ده چې د پاکستان په اړه د هغوی په سیاستونو کې بدلون راغلی دی.»
تر دې وړاندې د ناټو سرمنشي بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو غونډه کې ویلي و چې قطر او متحده عربي امارات چمتو دي د افغانستان جګړه کې پریکنده ملاتړ ماموریت سره مرسته وکړي.