Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د سولې د کوربه توب لپاره د روسیې چمتووالی

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني،د شنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل چې روسیه د مسکو په غونډه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د کوربه توب لپاره چمتووالی ښودلی دی.

هغه وویل چې د مسکو د غونډې ګډونوال،له طالبانو څخه غواړي چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

ښاغلي مستغني وویل چې ډېر ژر به په کابل کې د افغانستان د سولې په اړه د سیمه‎ییزې اجماع په خاطر غونډه جوړه شي.

د مسکو غونډه د جمعې په ورځ د افغانستان،روسیې،ایران،پاکستان قزاقستان،قرغیزستان،ترکمنستان، تاجیکستان،ازبیکستان،چین او هند د استازو په ګډون جوړه شوه.

ښاغلي مستغني زیاته کړه:«له طالبانو څخه یې غوښتي دي چې له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي،خپلې وسلې په ځمکه کېږدي او له افغان دولت سره د سولې خبرو اترو مېز ته راشي.»

د مسکو په غونډه کې ګډونکي هېوادونه له طالبانو غواړي چې له جګړې لاس واخلي. خو ملي دفاع وزارت چې له طالبانو سره د جګړې مسؤولیت لري په دې اړه داسې وايي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش په دې اړه وویل:«هغه کسان چې د سولې په وړاندې،د ملي امنیت او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا په وړاندې په ویجاړونکو کړنو لاس پورې کړي،موږ د هغوی د له‎منځه وړلو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار اخلو.»

په دغې غونډه کې د امریکامتحده ایالاتونو ته هم د ګډون بلنه ورکول شوه، خو دغه هېواد د مسکو غونډې ته استازه ونه لېږه.

د پوهنتون استاد ضیا رفعت په دې اړه وايي:«ښايي چې دامریکا متحده ایالات تراوسه ډاډ نه‎لري چې هغه موضوعګانې چې په دغې غونډه کې مطرحه کېږي د دوی له غوښتونو سره همغږي لري که نه،خو داسې انګېرل کېږي چې په وروستیو ناستو کې به امریکا هم له سیمې سره ګډه ژبه پیدا کړي.»

شریک یي کړئ