Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د ملاتړ د دوام په پار د ناټو پوځي چارواکو ټینګار

د ناټو د پوځي کمېټې د دویمې او وروستۍ ورځې په غونده کې، د افغانستان سیاسي او امنیتي موضوعګانو باندې بحث و شو.

د دغې کمېټې رییس وایي، چې د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو پوځي مشران په افغانستان کې د ناټو د ماموریت پر څرنګوالي او د افغانستان پر امنیتي او سیاسي  موضوعګانو بحثونه کړي دي.

د ناټو پوځي کمېټې مشر جنرال پیټر پاول وايي چې د دغه سازمان غړي، افغانستان ته د خپلو مرستو پر دوام ژمن دي او د افغان ځواکونو روزنې، مشوره ورکونې ته به دوام ورکړي:« موږ د غوڅ ملاتړ ماموریت له متحدینو سره په کتنه کې د افغانستان د سټراټېژيکو او سیاسي مسلو په اړه خبرې وکړې، زموږ اصلي هڅې به د دغه هېواد له ځواکونو سره مرسته، د دوی روزنه او مشوره ورکول وي، د افغانستان په مشرتابه په تېره بیا د هوايي ځواکونو پرمختګ او همداراز د دغو ځواکونو باور جوړونه او د توانمنیو زیاتوالی په جګړه کې د بري لپاره مهم دي.»

د ناټو د پوځي کمېټې په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې د پاکستان او د ترهګرو په وړاندې د دې هېواد د کړنو د څرنګوالي په اړه هم بحث وشو.

دغه پوځي چارواکی د پاکستان په ګډون د سیمې لوبغاړي هڅوي څو له یو بل سره په همغږۍ  افغانستان ته د سولې په راوستو کې هڅې وکړي.

ښاغلي پاول زیاته کړه:«زه په بشپړه توګه له پاکستان سره د امریکا د اړیکو په اړه څه نه‎شم ویلای، خو هڅه کوو چې د سیمې لوبغاړي وهڅوو ترڅو په همغږۍ په افغانستان کې د تلپاتې امنیت په راوستو کې ښه فعالیتونه وکړي، موږ په دې ناسته کې د پاکستان یو استازی هم درلود او د ثبات په اړه ډېر بحث وشو، دوي په یوه رغنده کار کې برخه لرله او باوري یم چې پاکستاني چارواکي له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یو لړ ګامونه پورته کوي.»

له دې سره سره افغانستان ته د ناټو د لازیاتو پوځیانو د رالېږلو څرنګوالی هم په دغه غونډه کې مطرح شو.

په اروپا کې د ناټو اعلی قومندان جنرال کورټیس سکاپروټي څرګنده کړه:« نه غواړم د هغو پوځیانو د کره شمېر په اړه څه ووایم چې د ناټو د غړو هېوادونو لخوا افغانستان ته رسېدلي دي، خو افغانستان ته د لازیاتو سرتېرو د لېږلو لپاره د ناټو د متحدینو په مثبت ځواب خوښ یم، هماغه شان چې پوهېږئ موږ تراوسه په افغانستان کې د پوځیانو له پلوه په سلو کې سل خپلې اړتیاوې نه دي پوره کړې خو په دې هکله زموږ کابو نوي سلنه غوښتنې پوره شوې دي.»

په اوسني وخت کې ناټو په افغانستان کې ۶ زره پوځیان لري او تمه کېږي تر راتلونکو درېیو یا څلورو ورځو درې زره نور سرتېري هم افغانستان ته راولېږي.

دغه پوځیان به د ۱۶ زره امریکايي سرتېرو ترڅنګ د افغان ځواکونو د روزنې، مشورې ورکولو او له هغوي سره د مرستې چارې پرمخ بیايي.

شریک یي کړئ