Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان په اړه د امریکا نوې تګلاره غبرګونونو سره مخ شوې

کابل؛ د افغانستان او سوېلي اسیا په اړه د امریکا د نوې تګلارې اعلان ستایلی او دا تګلاره یې د افغانستان په ګټه بللې ده.

اجراییه رییس ټینګار کوي، چې دا تګلاره به؛ په افغانستان او سیمه کې د ترهګرو د له منځه وړو لپاره اغېزمنه وي.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وویل:«ستونزه ښه تشخیص شوې ده. د ترهګرو پټن‎ځایونه او له طالبانو او ترهګریزو ځواکونو ملاتړ د اصلي ټکي او یا هم د اصلي عامل په توګه ښه تشخیص شوی او په دې لړ کې واضح پيغام شتون لري.»

دغه حکومتي چارواکی په دې تګلاره کې د افغانستان له پولې هغې غاړې ته د ترهګرو د اصلي مرکزونو له، په نښه کولو په هرکلي سره، طالبانو، د دوي ملاتړو او همداراز ګاونډیو هیوادونو ته داسې پيغام لري.

هغه زیاته کړه:«موږ د نوې تګلارې اعلان یوه موکه بولي. افغان حکومت یو ځل بیا له ګاونډیو هېوادونو سره د مسایلو په اړه خبرو اترو ته چمتووالی اعلان وي.»

په دې لړ کې ولسمشر غني په کندهار ولایت کې په خپله وینا کې د دغې تګلارې په هکله وايي:«له دې وروسته هېڅ زماني قید او شرط شتون نه‎لري او امریکا تر پایه د افغانستان له خلکو سره وي.»

په همدې حال کې د ګلبدین حکمتیار حزب اسلامي؛ د امریکا نوې تګلاره د پوښتنې وړ بولي او دا یوه تګلاره نه بلکې، د یوه دفاعي دریځ اعلان بولي.

د حزب اسلامي د سیاسي شورا غړی محمد امین کریم وايي:«د جګړې د درېدو حل لاره او له کړکېچ څخه د وتلو حل لاره وړاندې نه شوه. یوازې یو دفاعي دریځ وه چې موږ نه پرېږدو چې افغان حکومت وپرځېږي.»

په همدې حال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوې بیانیه کې چې د هغه د دفتر له خوا خپره شوې ده د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره یې غندلې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر نن د یوې وینا په ترڅ کې د افغانستان د جګړې په اړه د دغه هېواد نوې ستراتېژي اعلان کړه. 

په دغې ستراتېژي کې د سولې پر ځای چې د افغانانو اصلي او اساسي غوښتنه ده د جګړې په ادامې او پراخېدو تاکید شوی. موږ د امریکا د متحده ایالاتو د دغه دریځ کلک مخالفت کوو او په کلکو ټکو یې غندو. 

د افغانانو غوښتنه په هېواد او سیمه کې د دایمې سولې او ثبات ټینګښت دی نه د جګړې د اور پراخېده او د وژنو او تخریب دوام. برعکس د امریکا متحده ایالات باید هڅه وکړي چې د خبرو، مذاکراتو او سوله ایزو اقداماتو له لارې په افغانستان او سیمه کې جګړه پای ته ورسوي ترڅو د سیمې هېوادونه په سوله او امن کې یو له بله سره ژوند وکړي.

په یاده ستراتېژي کې یوازینۍ د عطف نقطه دا ده چې د امریکا متحده ایالاتو خپلې پخوانې تېروتنې منلي او زیاته کړې یې ده چې له دې وروسته به په پاکستان کې د تروریستانو د ځالو او پټن‎ځایونو په هکله چوپتیا غوره نه کړي. که څه هم  دا خبره په وار وار د امریکا له حکامو څخه پخوا هم اورېدل شوې خو هیله ده چې دا ځل په خپلو ویناوو په جدیت سره عمل وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو د نوې ستراتیژی په باب به خپل اساسي او هر اړخیز دریځ د دغې ستراتېژي تر دقیقې مطالعې وروسته په راتلونکو ورځو کې اعلان کړو.

په واشنګټن کې د ولسمشر ټرمپ له وینا څو ساعته وروسته په کابل کې د حکومت اجراییه ریس د افغانستان او سویلي آسیا لپاره د امریکا نوې تګلاره بې مخینې بولي.

د دغې تګلارې له اعلان وروسته په داسې حال کې چې ولسمشر غني یو ځل بیا د دولت له مخالفو وسله والو وغوښتل چې د سولې له بهیر سره یو ځاي شي، خو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړ چې له افغانستانه د وروستي امریکايي پوځي تر وتلو به جګړې ته دوام ورکړي.

د افغانستان او سوېلي اسیا په اړه د امریکا نوې تګلاره په افغانستان کې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې ده ځينې هغه د هېواد په ګټه بولي او ځینې هم هغه ته هیله من دي.

شریک یي کړئ