Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان په اړه د امریکې د نوې تګلارې په اړه نړیوال غبرګونونه

د افغانستان په اړه د امریکا د نوې تګلارې اعلان، د نړیوالو له بېلابېلو غبرګونو سره مخ شوې ده.

له دې منځه، که څه هم هند وايي، چې د ترهګرو په اړه د نوي ډهلي اندېښنه، هماغسې ده، لکه واشنګتن یې چې لري.

هند:

 خو هند چې له افغانستان سره د مرستې له امله د ټرمپ لخوا وستایل شو ژمنه کوي چې له افغانستان سره به د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې چې پټن‎ځایونه یې په نورو هېوادونو کې دي مرسته وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر:«موږ په افغانستان کې ننګونو ته د پاملرنې او له هغو ترهګرو سره د مبارزې په کار کې چې په نورو هېوادونو کې له امنو پټن‎ځایونو خوند اخلي د هڅو لپاره د ټرمپ د تصمیم هرکلی کوو.»

پاکستاني سیاستوال:

 د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وایي، امریکا د افغانستان په جګړه کې پاتې راغلې او اوس دې پاکستاني سیاستوال زده کړي، چې د ډالرو په بدل کې دې، د نورو په جګړه کې قرباني نه ورکوي.

هغه وايي امریکا په افغانستان کې د خپلو سیاستونو په ناکامۍ کې پاکستان ګرم بولي او پاکستان باید د واشنګټن او نوي ډیلي د ناکامو سیاستونو قرباني نه‎شي.

د پاکستان زیات شمېر نور سیاستوالان هم د اسلام اباد په وړاندې د ټرمپ له توند دریځه ناخوښ دي.

د پاکستان د سولې د مطالعاتو د انسټېټیوټ رییس محمد امیر په دې اړه وویل:« زه فکر کوم چې پاکستان کولای شي د کابل او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو زمینه برابره کړي، خو باید پاکستان ته بې پامي ونه‎شي، کله چې یو هېواد د فشار په راوړلو وګواښل شي دغه راز سیاست به کارندوالی ونه‎لري.»

چین:

له بلخوا چین له خپل ستراتیژیک متحد یعنې پاکستانه دفاع کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده هوا چونینګ په دې اړه وايي:«د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په هکله غواړم ووایم چې پاکستان له ترهګرۍ سره د جګړې په لومړۍ لیکه کې ولاړ دی او په دغه مبارزه کې یې مثبتې هڅې لرلې دي، دغه هېواد ډېرې قربانۍ ورکړې او د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات له ټینګښت سره یې مرسته کړې ده.»

په کابل کې د امریکا سفارت:

په کابل کې د امریکا سفارت خبرداری ورکوي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې د ځینو هېوادونو دوه ګونی چلند به پای ته ورسوي.

په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست هوګو لارېنس زیاته کړه:«په داسې حال کې چې پر طالبانو به هم فشار راوړو ترڅو په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د افغان حکومت د سولې له بهیر سره یو ځای شي، د ځینو هېوادونو هغه دوه ګونی سیاست به له منځه یوسو چې له طالبانو د ملاتړ لامل کېږي.»

له بله پلوه د ټرمپ په تګلاره کې د سیمې د دوو مهمو هېوادونو یعنې ایران او روسیې په اړه چې د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنې او له طالبانو په ملاتړ تورن دي څه نه دي ویل شوي.

د هند په ګډون د نړۍ او سیمې ځينو هېوادونو، د افغانستان په اړه د امریکا له نوې تګلارې څخه ملاتړ کړی او ځينو نورو لکه چین او پاکستان بیا خپله ناراضیتي ښودلې ده.

شریک یي کړئ