Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان کانونه او دي هېواد کې د امریکا شتون

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په خپل راپور کې وایي، د امریکامتحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ کله چې واک ته ورسید، نو د افغانستان ولسمشر، اشرف غني ته یې په ټیلفوني خبرو کې د افغانستان د طبیعي سرچینو د استخراج په اړه د غربي شرکتونو د لیوالیتا په اړه خبرې کړې وې.

د ټرمپ سلاکاران او افغان شنونکي په دې باور دي چې که څه هم ټرمپ افغانستان ته د سرتېرو د لیږلو په اړه زړه نا زړه دی، خو د افغانستان د طبیعي سرچینو استخراج په هېواد کې د امریکا د حضور ښه دلیل کیدی شي.

یاد شنونکي زیاتوي، امریکایي میلیاردر ستیفن فینبرګ چې په غیر مستقیم ډول ټرمپ ته سلا مشورې ورکوي د افغانستان د معادنو د استخراج په هڅه کې دی.

امریکا په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان د معادنو ارزښت حدودا یو تریلیون ډالره ټاکلي وه.

دا په داسې حال کې د چې مخکې له دې د امریکا ولسمشر، ټرمپ په هېواد کې د امریکایي ځواکونو د اوولس کلنې حضور د لامل په پوهیدو باندې ټینګار کړی وه او زیاته کړې یې وه چې امریکا ولي په افغانستان کې ۱۷کاله تېر کړي دي.

دونالډ ټرمپ دا خبره له هغو څلورو افسرانو سره په لیدنه کې کړې وه چې په افغانستان کې یې خدمت کړی دی.

ټرمپ د یادو څلورو افسرانو له لیدلورو چې ډېر وخت یې په افغانستان کې د جګړو په ډګرونو کې تېر کړی مهم بللی او ویلي یې وه چې باید د دوی له نظریاتو ګټه پورته شي.

دا په داسې حال کې ده چې، ټاکل شوې د امریکا دفاع وزارت افغانستان ته د یو شمېر نورو امریکایي سرتېرو د لیږلو په اړه پریکړه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې، ټاکل شوې د امریکا دفاع وزارت افغانستان ته د یو شمېر نورو امریکایي سرتېرو د لیږلو په اړه پریکړه وکړي

شریک یي کړئ