Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ۷۶ بلواګر وژل شوي

ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۷۶ تنه ترهګر وژل شوي دي او ځينې یې نیول شوي دي.

دغه وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، ویلي دي چې دغه یرغلي عملیات د ننګرهار، لغمان، نورستان، عزني، ارزګان، هرات، فاریاب او جوزجان په ولایتونو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې په لاره اچول شوي دي.

 د دغه وزارت په وینا، د طالبانو درې مهم قومندانان، هر یو احسان الله، حیدر او قهرمان د دغو عملیاتو د وژل شویو په منځ کې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغو پوځي عملیاتو موخه، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ترهګرو ځپل وو.

خبرپاڼه وړاندې کاږي چې په دغو عملیاتو کې، ۱۴ تنه شکمن کسان هم نیول شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي چې په دغو عملیاتو کې د ترهګرو ځینې پټن‎ځایونه هم له‎منځه تللي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا عملیات د هېواد په ۸ ولایتونو کې ۹ یرغلي چاڼیز او شپږ ځانګړي عملیات وو. په دغه ماموریت کې د هېواد هوايي ځواکونو د ملي پوځ د ځواکونو د ملاتړ لپاره ۹۳ الوتنې کړې دي.

په خبرپاڼه کې د امنیتي ځواکونو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي شوي.

دا عملیات د هېواد په ۸ ولایتونو کې ۹ یرغلي چاڼیز او شپږ ځانګړي عملیات وو. په دغه ماموریت کې د هېواد هوايي ځواکونو د ملي پوځ د ځواکونو د ملاتړ لپاره ۹۳ الوتنې کړې دي.

شریک یي کړئ