Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان سرتېري ډزو کې د درو امریکايي سرتېرو وژل کېدل

درې امریکايي سرتېري د افغان سرتېري په ډزو کې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د ننګرهار ولایت سیمه‎يیز چارواکي وايي چې تېره ورځ(شنبې د غبرګولي۲۰مه) یوه افغان سرتېري د یاد ولایت په اچین ولسوالۍ کې پر امریکايي ځواکونو ډزې کړې دي.

بریدکوونکی سرتېری د ملي اردو ځانګړو ځواکونو له ډلې وه.

د برید لامل تر اوسه نه دی څرګند دا چې یاد سرتېري ولي پر امریکايي سرتېري ډزې کړې دي.

دا چارواکي زیاتوي چې بریدګر هم د امریکايي ځواکونو ډزو په ترڅ کې وژل شوی دی.

امریکايي ځواکونو د داعش ډلې په نښه کولو په موخه په ننګرهار ولایت کې پوځي عملیات په لاره اچولي دي.

افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونو هم منلې چې درې سرتېري یې د یوه افغان سرتېري په ډزو کې وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي تائیدوي چې د دې ولایت په اچین ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه سرتېري پر امریکايي سرتېرو ډزې کړې دي

شریک یي کړئ