Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان کومانډو ځواکونو د روزنیز بهیر چټک کېدل

د افغانستان په اړه د امریکا متحده ایالاتونو نوي تګلارې له اعلان سره اوس‎مهال روزونکو د افغان کمانډو ځواکونو د روزنې بهیر دوه برابره کړی دی.

دوی وايي چې کمانډو ځواکونو ته به داسې روزنه ورکړي چې د جګړې په هر ډول شرایطو کې د هېواد دښمنان له منځه یوسي.

د کمانډو ځواکونو روزونکی، محمدناصر احمدي څرګندوي:«موږ په ډېره مسلکي توګه دوی ته وروستي کمانډويي درسونه ورکوو چې په هر جنګي شرایطو کې چمتو وي ترڅو له دښمن سره مقابله وکړي.»

د دې ځواکونو یوه دنده هم هغو سیمو ته د ننه کېدل دي چې د دښمن تر ولکې لاندې وي، او دا کار تر ډېره د شپنیو پوځي عملیاتو پرمهال ترسره کېږي، خو که سرتېري تېروتنه وکړي نو سزا ورکول کېږي.

یو تن سرتېری، عبدالکبیر وايي: «موږ د پرمختللو درسونو روزنه وینو او سخت تمرینونه ترسره کوو.»

همداراز بل سرتېری، فرهاد زیاتوي:«زموږ ښوونکي غوره هغه دي او موږ په دغې موده کې له ټولو پرمخ تللو وسلو سره اشنا او د هغوی استفاده مو زده کړه، زموږ درسونه تراوسه هم دوام لري، ترڅو د جګړې ډګرونو ته چمتو شوو.»

د کمانډو ځواکونو بله دنده هم له چورلکې سره سیمو ته تلل دي او باید زده کړي چې په څه ډول د چورلکې امنیت هم وساتي.

د کمانډو ځواکونو روزونکی، طارق عزیز په دې اړه وايي: «دوی ته ور زده‎کوو چې په عملیاتو کې له چورلکو څه ډول استفاده وکړي، څه ډول خپل امنیت ونیسي ترڅو د عملیاتو او موخې په لور ولاړ شي.»

هېواد کې د کمانډو ځواکونو روزنه تر ډېره د بهرنیو ځواکونو سلاکارنو تر څار لاندې ترسره کېږي.

ټاکل شوې ده چې تر راتلونکي کاله پورې د هېواد کمانډو ځواکونو شمر له ۱۶ زرو ۲۳ زرو ته لوړ شي.

شریک یي کړئ