Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امام زمان پر جومات برید پایلې؛ څو جلده قرانکرم هم سوځېدلی

تر برید وروسته د امام زمان جومات بڼه په بل مخ شوې. هر کُنج کې د ښېښو او د جومات د دروازو ټوټې لیدل کېږي او همدارنګه څو جلده قرانکریم او نور دیني کتابونه سوځېدلي لیدل کېږي.

د لمنوځ کوونکو وینې تراوسه هم د جومات پر چت او دېوالونو لیدل کېږي. د دغې پېښې ژغورل شوي کسان هیږ دي او نه پوهېږي چې څه وکړي.

سید عمر چې د دغې پېښې شاهد وه وايي:«پېښه تر دې کچې زړه بوږنونکې وه هغه کسان چې ژوندي وو ژړل یې.»

له دې سره ګهیځ؛ د ښاروالۍ کاروکوونکي د جومات د پاکولو لپاره راځي. د جومات پر فرشونو او دېوالونو د وینو څاڅکي لیدل کېږي.

د ښاروالۍ کارکوونکي دا ځای له وینو پاکوي، خو داسې ښکاري چې دا کار به په اسانۍ و نه شي کړای.

د سیمې یو اوسېدونکی علی اصغر په دې اړه وویل:«هغه کسان چې دغه کار کوي اصلاً پر دین، جومات او قران باور نه‎لري، دا د عبادت ځای دی نه د ځانمرګي او چاودنې.»

له بلخوا د سیمې اوسېدونکي، په غُصه دي او د امنیت خوندیتوب لپاره حکومت بې وسه بولي.

په دغې سیمه کې ښوونکی عزیز رویش څرګنده کړه:«د دغې ټولې سیاسي شعور تر پوښتنې لاندې راولي؛ دغه ټولنه په کوم لور روانه ده، چېرته لوېدلې ده، څومره پرځېدلې ده، چې د داشان پېښو په وړاندې، څومره بې تفاوته او ساده چلند کوي او څومره دوی ډلبندي کوي.»

د کابل خیرخانه کې د امام زمان پر جومات، تر برید وروسته، دا تر ټولو خونړۍ پېښه وه، چې کال کې شوې. د دواړو بریدونو قربانیان لمونځ کوونکي و، د پېښو مسوولیت داعش ډلې منلی.

شریک یي کړئ