Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکايي پوهنتون ‎استادان له ‎ټرامپ څخه د‎ خلاصون‎غوښتنه کوي

په یوې ویډیو کې چې د طالبانو له خوا خپره شوې،د افغانستان د امریکايي پوهنتون دوه استادان له ډونالډ ټرامپ څخه غواړي چې هغوی د طالبانو له بند څخه خلاص کړي.

د پوهنتون دغه دوه استادان پنځه میاشتې وړاندې د افغانستان د امریکايي پوهنتون ته‎څېرمه د څلور طالبانو له خوا وتښتول شول.

له پنځو میاشتو څخه وروسته دا لومړنۍ نښه ده چې د امریکايي پوهنتون استادان ژوندي دي.خو ستومانه او ناروغ لیدل کېږي او اوښکې بهوي.

۴۸ کلن تیموټي جان ویکس چې د اسټرالیا وګړی او ۶۰ کلن کیفن کینګ د امریکا وګړی هغه دوه استادان دي چې د طالبانو له خوا برمته شوي دي.

ښاغلی ویکس وايي:«مورې پوهېږم چې ناروغه یې او په روغتون کې پرته یې.پوهېږم چې ښايي نوره دې ونه وینم.پلاره غواړم چې کور ته درستون شم.»

کیفن کینګ په دغه ویډيو کې وايي:«موږ د اوږد مهال لپاره دلته وو،خو تراوسه مو هېڅ ځواب نه دی اورېدلی.موږ له تاسو څخه غواړو موږ له تاسو څخه غواړو چې پر حکومت او پوهنتون فشار راوړئ ترڅو له طالبانو سره خبرو ترو ته دوام ورکړي.»

د دغو دوو استادانو په وینا،د افغانستان د امریکايي پوهنتون او حکومت له خوا پلاوي له طالبانو سره خبرې اترې وکړې خو هوکړې ته ونه رسېدل.

په همدې حال کې،د افغانستان امریکايي پوهنتون په یوې خبرپاڼه کې له طالبانو څخه غوښتي دي چې دغه استادان خوشي کړي.

دغه ویډیو په داسې حال کې خپره شوې چې د افغانستان امریکايي پوهنتون،د بیا پیل لپاره چمتو کېږي.دغه پوهنتون له هغې وروسته وتړل شو چې د طالبانو له خوا د برید موخه وګرځېد.

شریک یي کړئ