د امریکا کانګرس ګواښ کوي کهچېرې د دغه هېواد پاکستان د دې پخلی ونه کړي چې پاکستان د حقاني شبکې د ماتې لپاره کار نه دی کړی، د واشنګټن مالي مرستې به دغه هېواد ته ور نه کړل شي.
د امریکا کانګرس، له پاکستان سره د دې لپاره د ۷۰۰ مېلیونه ډالرو مرسته تصویب کړې چې پاکستان په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره مرسته کوي، خو دغه مرستې د امریکا د دفاع وزیر تأیید ته اړتیا لري.
د کانګرس د پرېکړې پر بنسټ، جنرال جېمز مټیس باید روښانه کړي چې پاکستان ته د واشنګټن پخوانۍ مرستې څه ډول لګول شوي او ایا دغه پیسې د ترهګرو د ملاتړ لپاره لګول شوي او که نه؟
په همدې حال کې ناټو وایي افغانستان کې د سولې ټینګښت د ګاونډيو هېوادونو له همکارۍ پرته کېدونکی کار نه دی.
په افغانستان کې د ناټو لومړپوړی ملکي استازی کورنېلس زېمرمن په دې اړه وویل:« په افغانستان کې به سوله ټینګه نه شي، هو په هغه صورت کې چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه په دې برخه کې ښکېل شي. موږ باید هغوی قانع کړو چې په افغانستان کې یې رغندل رول د هغوی په ګټه کار هم دی. دې سره به نو موږ د ناکامۍ وضعیت د بریا لوري ته کړو.»
په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وایي چې پر پاکستان به د نړۍ فشارونه نور هم زیات شي.
په همدې حال کې په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست طالبانو او ملاتړو هېوادونو ته یې داسې پیغام لري.
هوګولارېنس څرګنده کړه:« موږ به د هغو سلګونه زره افغانانو په خوا کې وو چې له خپل هېواد څخه د دفاع لپاره له طالبانو او د دې ډلې د ترهګرو متحدینو پر ضد جګړه کوي. موږ به په ګډه؛ طالبانو ته دا باور ورکړو چې په جګړه کې به بریالي نه شي.»
دا امریکایی ډیپلوماټ؛ د واشنګټن اصلي هڅې په افغانستان کې د امنیت ټینګښت او د ترهګرۍ له خوا د نړۍ نه ګواښل بولي.