Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اندونیزیا علما به کابل ته په خپل سفر کې اوسنۍ جګړه وغندي

د سولې د عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي، نن چهارشنبې په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې د اندونیزیا مرستیال ولسمشر او د دغه هېواد ځينې علما به په نېږدې راتلونکي کې کابل ته راشي او تمه کېږي په هېواد کې اوسنۍ جګړه نامشروع وبولي او وغندي.

ښاغلي خلیلي وویل:«زموږ اصلي موخه د جګړې پای ته رسول او د سولې د خبرو اترو پیل دی. خلک باید په خبرو اترو کې شامل وي. موږ له سیاسي ګوندونو سره خبرې اترې لرلي او هغوی د سولې له خبرو اترو خپل ملاتړ اعلان کړی.»

هغه همدارنګه وویل چې په افغانستان او پاکستان کې د رسنیو له خوا د سولې د بهیر دودول به په سیمه کې مسایلو ته بدلون ورکړي.

هغه څرګنده کړه:«موږ له هغو پاکستاني خبریالانو سره چې په روانې اوونۍ کې کابل ته راغلي وو، خبرې اترې مو سره لرلې او د سولې د بهیر او په دغه بهیر کې د هغوی د ونډې په اړه خبرې وکړې.»

ښاغلي خلیلي تېره میاشت اندونیزیا ته سفر کړی وه او د هغه په لړ کې له لوړپوړو چارواکو له هغې ډلې له د اندونزیا له ولسمشر جوکو وېدودو سره لیدنه وکړه او د افغانستان د سولې په اړه یې سره خبرې وکړ.

هغه وویل چې د اندونیزیا حکومت د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره لېوالی دی.

د سولې دعالي شورا رییس همدارنګه څرګنده کړه چې اندونیزیا هېڅکله په سیمه ییزو نښتو کې ښکېل نه دی او د اندونیزیا علماوو د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ اعلان کړ او غواړي چې په سیمه کې د علماو په یوې اجماع کې رغنده ونډه ولري.

په همدې حال کې د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس اکرم خپلواک چې په دغه خبري ناسته کې حضور درلود، وویل چې د افغانستان د سولې عالي شورا چمتو ده له هرې کړنلارې سره چې طالبانو یې غواړي له هغوی سره سوله وکړي.

ښاغلي خپلواک وویل:«موږ هیله لرو چې طالبانو د سولې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي. هېڅوک فکر نه کوي چې جګړه کې د افغانستان د ستونزې لپار حل لاره وي.»

هغه همدارنګه زیاته کړه چې د افغانستان د سولې عالي شورا هیله لري اندونیزیا د هغه هېواد په توګه چې په خپله د سولې په لټه کې دی، د افغانستان د سولې په برخه کې خپلې تجربې شریکې کړي.

شریک یي کړئ