Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اړیکو د ښه‎والي لپاره کابل ته د پاکستاني سیاستوالو سفر

 د پارلمان له غړو، سیاستوالو او متقاعد نظامیان جوړ یو پاکستانی پلاوی د کابل او اسلام اباد د سیاسي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د ښه‎والي په منظور کابل ته راغلي دي.

دغه پلاوي نن د افغانستان د ولسي جرګې له غړو سره په ملي شورا کې ولیدل.

د پاکستان د پارلمان غړې او د کلتور پخوانی وزیره شازیه ماري، په دغې لیدنه کې، د اسلام اباد او کابل ترمنځ پر نېکو اړیکو ټینګار وکړ او د افغانستان ټیکاوی یې په سیمه کې یوه اړتیا وبلله.

اغلې ماري زیاته کړه:«د دې سونزو او ننګونو حل لارې باید خلک ووايي. موږ باور لرو چې په پاکستان کې د ټیکاو لپاره په افغانستان کې ټیکاو ته اړتیا ده. او دا د پاکستان د خلکو غوښتنه ده.»

خو د ولسي جرګې په غونډه کې د جرګې مشر وايي افغانستان په سیمه کې د ترهګرۍ قرباني دی.

دی د پاکستان پر حکومت نیوکه کوي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې رښتینی نه دی.

د ښاغلي ابراهیمي دا څرګندونې د پاکستاني پلاوي د یوه غړي له خوا داسې ځواب کړل شوې:«هېڅ هېواد د پاکستان په څېر زیان نه دی لیدلی! په پاکستان کې څه باندې ۲ زره او ۵۰۰ چاودنې شوي. موږ په پاکستان کې د ترهګرۍ په وړاندې ستر عملیات په لاره واچول.موږ اوس له دغې ستونزې د وتلو په حال کې یوو.»

له دې سره ټاکل شوې ده روانه اوونۍ د پاکستان، ایران، چین او روسیې د پارلمان د استازو ترمنځ په اسلام اباد کې یوه غونډه جوړه شي. پاکستاني پلاوي هم د افغانستان د پارلمان مشر نه غوښتي چې دې غونډه کې دې ګډون وکړي.

د ولسي جرګې مشر له دغه پاکستاني پلاوي سره د لیدنې پر مهال وویل چې پاکستان د جهاد په پېر کې، د افغانستان له خلکو سره مرسته کړې، خو دغه هېواد له ترهګرۍ سره په مبارزه کې صادقانه چلند نه دی کړی.

شریک یي کړئ