Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بهرنیو ځواکونو ډزو کې د ۳ ملکي کسانو وژل کېدل

د ننګرهار ولایت سیمه‎يیز چارواکي نن(دوشنبې د غبرګولي۲۲مه) وايي چې درې تنه ملکي کسان د بهرنیو ځواکونو په ډزو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیانی څرګندوي، پېښه تېره ورځ ناوخته هغه‎مهال شوې چې د خوګیانو ولسوالۍ په شیرګر سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان د سرک غاړې ماین چودلی.

دی زیاتوي چې د ماین تر چاودنې وروسته بهرنیو ځواکونو پر ملکي کسانو ډزې کړې دي.

خوګیانی وايي چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ درې غړي چې یو یې پلار او دوه یې زامن دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ده د ماین په چاودنه کې د بهرنیو ځواکونو مرګ ژوبلې په اړه نا خبري وښوده، خو زیاته یې کړه چې په دې برخه کې څېړنې روانې دي.

ښاغلي خوګیاني په دې اړه نور جزئيات ورنکړل.

د ننګرهار ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې درې تنه ملکي کسان د بهرنیو ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي

شریک یي کړئ