Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ترهګرو پر مورچلو د امریکا د هوايي بریدونو زیاتوالی

د نویو شمېرو پر بنسټ، د امریکا پوځي الوتکو په تېرو لسو میاشتو کې، څه باندې ۳ زره او ۵۰۰ بمونه د ترهګرو او طالبانو پر مورچلو غورځولي دي.

له بلخوا  په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نېکلسن وايي چې په سیمه کې د نشه‎يي توکو د ۲۰ مافیايي سازمانونو له ډلې ۱۳ یې په افغانستان کې فعال دي.

د دغه امریکايي جنرال په وینا، هغه ۴ سلنه نشه‎يي توکي چې په امریکا کې مصرفېږي، د افغانستان نشه‎يي توکي دي.

د «ان بي سي» شبکې د یو رپوټ له مخې امریکا د روان زیږدیز کال له پيله د اکتور میاشتې تر پایه د طالبانو په ګډون د دولت پرمخالفو وسله والو ۳ زرو او ۵۵۴ بمونه غورځولي دي .یعنې د تېر کال درې برابره او د وړم کال څلور برابره.

 د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې د امریکا هوايي بریدونه

۲۰۱۷         ۳۵۵۴ بمونه

۲۰۱۶          ۱۳۳۷ بمونه

۲۰۱۵          ۹۴۷ بمونه

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نېکلسن څرګنده کړه:«موږ د طالبانو د مشرتابه تر منځ د اختلاف نښې وینو؛ هغوی پوهېږي چې نه شي بریالي کېدلای. په سپټمبر میاشت کې مو ولیدل چې طالبانو خپله کړنلاره بدله کړه، پرېکړه یې وکړه چې پر ښارونو د بریدو او د هغو د نیولو د هڅو پرځای ځانمرګي بریدونه وکړي.»

 جنرال نکلسن اعلان وکړ چې تر دې وروسته به امریکایي ځواکونه  د نشه یې توکو د فابریکې ویجاړې کړي. د ده په وینا دا کارخونې د طالبانو د عایدو اصلي سرچنه ده.

 نوموړی همدا راز وايي چې د امریکا څلورسلنه هیرویین له افغانستانه ورځي.

هغه زیاته کړه:«په سیمه کې د نشه‎یې توکو شاوخوا شل سازمانونه شته ؛ له دې ډلې دیارلس سازمانونه په افغانستان  کې دي او اوه سازمانونه یوازې په هلمند کې فعال دي.»

جنرال نکلسن وايي چې د طالبانو حضور پراخ شوی نه دی، خو د پروسږکال په څېر د پام وړ ولسوالۍ په خپل واک کې لري.

خو طالبان یوازې هغه  ډله نه ده چې د امنیتي ځواکونه سږ کال ورسره په جګړه کې ښکېل دي.

اجرايي رییس عبدالله عبدالله په دې اړه وویل:«زموږ امنیتي ځواکونه د مهمو مرکزونو د نیولو لپاره په اغېزمنه توګه، د طالبانو، حقاني ډلې، د القاعدې، داعش او نورو پېژندل شویو ترهګرو ډلو هڅې په شا تمبوي.»

د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان په افغانستان کې د نشه‎یې توکو د تولید زیاتوالي ته نغوته کوي او وايي چې د نشه‎یې توکو عواید د طالبانو د مشرانو ترمنځ د اختلافونو د زیاتېدو لامل شوی دی.

له هغي جګړې شپاړس کاله وروسته چې اوس له خنډ سره مخ شوې؛ امریکا یو ځل بیا  پر طالبانو او د هغوی پر مالي سرچینو هوايي بریدونه کوي .

شریک یي کړئ