Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تېرکال په ایمرجنیسي روغتون کې د ۱۱ زره ټپيان درملنه شوې

د کابل په ایمرجنسي روغتون کې د تېر زیږدیز کال  د جګړو او تاوتریخوالي د ۱۱ زره ټپیانو درملنه شوې ده.

د ایمرجنسي روغتون مسوولین وایي، د تداوي شویو ټپیانو پنځلس سلنه له څوارلسو کالو کم عمره ماشومان وو.

 د دغه روغتون د طبي برخې مسووله جورجیا چې د ایټالیا اوسېدونکې ده له کلونو راهیسې د کابل، هلمند او پنجشیر په ایمرجنسي روغتونونو کې کار کوي.

هغه زیاتوي:«زموږ ډېری ناروغان له کابل څخه دي؛ هغه کسان دي چې د چاودنو په پایله کې ټپيان شوي دي، او همدارنګه د نورو ولایتونو لکه غزني، لوګر او کندهار څخه ټپيان راوړل شوي دي.»

ایمرجنسي روغتون له ۱۹۹۹زیږدیز کال راهیسې په کابل او هلمند کې فعالیت کوي او په دې وروستیو کې یې په پنجشیر کې هم کار پيل کړی دی.

جورجیا نهه کاله د هېواد په ایمرجنسي روغتونونو کې کار کړی دی.

 د دغه روغتون مسوولین وايي په ۲۰۱۷ کال کې یې په کابل کې د جګړې د زرو ټپيانو درملنه کړې چې ۱۵ سلنه یې ماشومان او لس یې مېرمنې وې.

جورجیا نهه کاله کیږي چې په افغانستان کې د کابل، هلمند او پنجشیر په ایمرجنسي روغتونونو کې کار کوي او وايي ددې روغتون خدمتونه د ټولو افغانانو لپاره په وړیا توګه وړاندې کیږي او هڅه کوي لاښه خدمتونه هم برابر کړي.

جورجیا څرګنده کړه:«له ۲۰۰۹ کال راهیسې په افغانستان کې ژوند کوم چې تراوسه نهه کاله کېږي او په درې ولایتونو، هلمند، پنجشیر او کابل کې د ایمرجنسي په روغتونو کې کار مې کار کړی دی.»

عجب ګل کله چې له ترهګرو سره جنګېده ټپی شو.

عجب ګل چې بریدمل دی په غزني ولایت کې له مخالفو وسله والو سره په جګړه کې ټپي شوی او دغه ځای ته د درملنې لپاره راوړل شوی دی، هغه وايي د دغه روغتون له خدمتونو راضي دی او له درملنې وروسته به بېرته دندې ته ستون شي.

عجب ګل وویل:«زه له حکومته راضي یم چې د درملنې لپاره یې دلته راوستی یم؛ هیله لرم چې دا شان مرکزونه زیات شي. زما درملنه شوې او له یوې مودې وروسته بېرته خپلې دندې ته ځم.»

په دغه روغتون کې ۱۵ سلنه درملنه شوي ټپيان ماشومان دي.

د ایمرجنیسي روغتون د ایټالیا لخوا تمویلېږي او ۱۸ کاله مخې یې خپل فعالیت پيل کړی، د کابل ایمرجنسي روغتون د جګړې او تاوتریخوالیو د ټپيانو لپاره ۱۲۰ بسترونه لري چې وړیا خدمات وړاندې کوي.

شریک یي کړئ