Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تېر په خلاف، د ژمي په فصل کې ښارونه ته د جګړې رسېدل

 ملي دفاع وزارت وايي چې سږ کال د ژمي په فصل کې،د تېرو کلونو پر خلاف،جګړې ښارونو ته هم رسېدلي دي.

دغه وزارت زیاتوي چې د فیض اباد، لښکرګاه ، کندز ، فراه او ترینکوټ په ښارونوکې د وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې دوام لري.

 خو د دغه وزارت ویاند محمد رادمنش بیا وايي چې د طالبانو د ځپلو په موخه په ۱۸ ولایتونو کې عملیات په لاره اچول شوي چې د کابل قره باغ ، پغمان او سروبي ولسوالی هم په دغو عملیاتو کې شاملې دي.

ښاغلی رادمنش زیاتوي:«دا چې دښمن په ځينو سیمو کې ځینې بریدونه ترسره کړي دي،د یرغلي بریدونو د مخنیوي لپاره دي.خو موږ باور لرو چې د ژمنې په اوږدو کې د دښمن امکانات،هم مصرفېږي او هم د یرغلي بریدونو لاندې به پاش پاش شي.»

د رپوټونو پر بنسټ په ټول کې د هېواد په اتلسو ولایتونو کې جګړه روانه ده. د کابل ځینې برخې هم په دغو عملیاتو کې شاملې دي، همداراز په ننگرهار، لوگر، پکتیا، پکتیکا، غزنی، کندهار، هلمند، ارزگان، زابل، نیمروز، هرات، کندز، بدخشان، فاریاب، تخار، بلخ او سرپل ولایتونو کې جګړه روانه ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي:«ژمی زموږ او زموږ د ځواکونو لپاره ډېر اړین دی چې موږ له یوې خوا وتوانېږو خپلې اړتیاوې پوره کړو او له بلخوا د راتلوونکي کال لپاره زموږ ځواکونه ډېر چمتو شي.»

د هلمند ولایت

هلمند ۱۳ ولسوالۍ لري، له دې ډلې ۶ ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو په لاس کې دي، د ۷ نورو ولسوالیو په ځینو برخو کې هم طالبان فعالیت لري.

د لښکرګاه ښار ځینې برخې له څه دپاسه یوه کال راهیسې د طالبانو په واک کې دي.

د لښکرګاه ښار اوسېدونکی نیاز‎الدین وویل:«جګړه د ښار تر دروازو رسېدلې،اوس هم جګړه ده او د لښکرګاه اوسېدونکي د جګړې د غږ له امله ورځ او شپه نه‎لري.»

د کندز ولایت

کندز هم له ډېرې مودې راهیسې د جګړې په اور کې سوځي. د دغه ښار ځینې برخې هم د طالبانو په لاس کې دي.

د کندز ښار اوسېدنکی سردار هم زیاته کړه:«حکومت وايي چې موږ عملیات لرو،خو عملیات یې مالوم نه دي او د ښار شاو خوا ناامني ده،جګړه زښته زیاته ده.»

د فاریاب ولایت

د فاریاب ولایت په ځینو برخو له هغې ډلې په المار ولسوالۍ کې هم جګړه روانه ده.

د المار ولسوال محمد صالح صالح وايي:«د المار ولسوالۍ د ښار مرکز ته ډېره نېږدې ده.که‎چېرې دغه سیمه د دښمن لاسته ورشي په جدي توګه د فاریاب مرکز ګواښي.»

په تېرو کلونو کې په ژمي کې جګړه او د طالبانو فعالیت کمېده خو سږ کال طالبانو تر ډېره د ننه په ښارونو کې سنګرونه پياوړي کړي او اوس افغان ځواکونه په دې نه دي توانېدلي چې طالبان له دغو ښارونو وباسي.

شریک یي کړئ