Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جوزجان د پولیسو قومندان په دغه ولایت کې له تور بیرغ سره د ۶۰۰ طالبانو له فعالیت څخه خبر ورکړ

د جوزجان د پولیسو قومندان وویل چې په دغه ولایت کې یو شمېر ترهګر د بڼې په بدلون او د تور بیرغ په پورته کولو پاڅونونو ته لمن وهي.

د جوزجان د پولیسو قومندان جنرال فقیر محمد جوزجاني څرګنده کړه:"په جوزجان کې طالبانو د نوم ، بیرغ او څېرې په بدلون د داعش په نامه فعالیت کوي او کابو ۶۰۰ تنه د داعش په نامه د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې ناامني رامنځته کوي."

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د داعش او طالبانو د ډلې په وړاندې له مبارزې لپاره له چمتوالي څخه خبر ورکوي او وايي چې امنیتي ځواکونه د دغو ډلو ټولو ترهګرو بریدونو ته غاښ ماتوونکي ځواب ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه څرګنده کړه:" افغان امنیتي ځواکونو د راتلونکي کال د پسرلي د ترهګرو ډلو د ځپولو لپاره چې په هر نامه وي چمتوالی لري او موږ د هغوي لپاره غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکوو."

جوزجان د هېواد له شمالي ولایتونو څخه دی چې له ترکمنستان او ازبیکستان سره ګډه پوله لری او په وروستیو کلونو کې په دغو سیمو کې د ترهګرو ډلو شتون ډېر حس کېږي،خو لیدل کېږي چې په دغه ولایت کې هم طالبانو څېرې ته بدلون ورکړی له دې وروسته د داعش د ډلې د بیرغ لاندې فعالیت کوي.

د جوزجان د پولیسو قومندان وویل چې په دغه ولایت کې یو شمېر ترهګر د بڼې په بدلون او د تور بیرغ په پو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه