په پکتیا ولایت کې د ځدران قومي مشران چمتو دي چې د حقاني شبکې او حکومت ترمنځه منځګړیتوب وکړي.
د ځدراڼ قومي مشران وايي که واک ورته ورکړل شي چمتو دي د حکومت او د حقاني شبکې ترمنځ د سولې په خبرو کې خپل رول اداکړي دغه قومي مشران زیاتوي په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو په زیان ده او کاونډي هېوادونه نه غواړي په افغانستان کې سولې خبرې بریالي شي.
د پکتیا ولایت په ګرده څیېړی ولسوالۍ کې د درېیو ولایتونو څخه د ځدرانود قوم مشران او ځوانان د یوې جرګې په کې راغو شوي دي د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني په قوم ځدراڼ دی د ځدراڼو قومي مشران وايي کولای شي د حکومت او د حقاني شبکې ترمنځه د سولې په خبرو کې منځګړیتوب وکړي.
یوه قومي مشر حاجي زمرک وویل:«شراج الدین حقاني زموږ مشر دی. موږ ورځو او ورسره خبرې کوو چې موږ ستا د حقوقو ضمانت کوو او درسره ولاړ یوو او زه ډاډه یم چې هغه یې مني او زموږ تر څنګ درېږي.»
د ځدراڼو قومي مشران وايي روانې جګړې دوی ډېر زیانمن ګړي دي او ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د روانې جګړې ملاتړ کوي او هېڅ کله نه غواړي چې د سولې خبرې بریالۍ شي دوی زیاتوي حکومت دې د سولې په خبرو کې د قومي مشرانو ته مخه وکړي.
مولوي سردار ځدران بل قومي مشر دی چې وايي:«حکومت د سولې لپاره هوډ نهلري. کهچېرې د پکتیا اوسېدونکو او د ځدران قوم مشرانو ته واک ورکړي چې منځګړيتوب وکړي او د سولې خبرې اترې مخ ته یوسي، زه ډاډه یم چې هغوی کولای شي له مخالفانو سره خبرې وکړي او ښه پایله ترلاسه کړي.»
د یادونې وړ ده د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني د پکتیا د ګردې څېړي ولسوالۍ اوسېدوکی او په قوم ځدرام دی دا لومړی ځل دی چې دغه قومي مشران د سولې په خبرو کې د منځګړیتوب لپاره د چمتووالي خبر ورکوي .