Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دفاع وزارت:د بلک هاک لومړنۍ چورلکې هېوا ته را رسېږي

ملي دفاع وزارت وايي ټاکل شوې چې د افغانستان هوايي ځواکونه، د بلک‎هاک لومړنۍ چورلکې یا تور شیاهین راتلونکې اوونۍ ترلاسه کړي.

له دې وړاندې امریکې اعلان کړی وه چې ۱۵۰ بلک‎هاک چورلکې او په لسګونه نورې الوتکې به تر راتلونکو څلورو کلونو د افغانستان هوايي ځواک ته وسپاري.

د دغو چورلکو د لومړۍ ډلې د پېر بهیر چې ۶ چورلکو ته رسېږي، بشپړ شوی او تر راتلوونکې اوونۍ به د هېواد د هوايي ځواک په واک کې ورکړل شي.

ټاکل شوې ده چې بلک هاک چورلکې به د روسۍ می ۱۷ او می ۳۵ ځای ونیسي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په دې اړه څرګنده کړه:«بلک‎هاک د هغو ستونزو د هواري لپاره دي چې موږ یې په اکمالاتو کې لرو، د دښمن د ځالو د له‎منځه وړلو، د مریضانو او ټپيانو د لېږد، د پوستو د اکمالاتو په برخه کې چې د غرونو په سرک کې دي.»

هیله مني دا ده، چې افغانستان ته د بلک هاک الوتکو راتګ سره، د هېواد د هوایي ځواک شته نیمګرتیاوې تر یوه بریده پوره شي.

د ولسي جرګې غړي جبار قهرمان وویل:«د افغانستان په اسنیو جګړو کې، د چورلکو او الوتکو شمېر، لږ زیات شي، د یوه بریده د ملي پوځ ستونزې به حل شي.»

خو هغسې چې د هوایي ځواک برخه، د ډېر لګښت برخه ده، ډېر وخت به ونیسي، چې د هېواد هوایي ځواک په پوره توګه په پښتو ودرېږي.

پخوانی پوځي محسن مختار په دې اړه په ډاګه کړه:«موږ ښکاري الوتکو ته اړیتا لرو. که‎چېرې همدا اوس الوتکې ولرو، د غورماچ دوه پوستې به له کلانبدۍ څخه خلاصې کړو.»

پنټاګون د افغان هوایي ځواک د ځواکمنتیا لپاره، اوه میلیارد ډالر لګولي او هڅه کوي، چې د افغان هوایي ځواک شمېر هم دوه هومره کړي.

شریک یي کړئ